که واده مو کړی وي او په اړيکه کې مو مینه نه وي، نو دا کړنې ترسره کړئ!

که غواړئ له مينې نه پرته واده وکړئ او ځان د هر ډول ژوند پر مخ وړلو ته چمتو ګڼئ نو باید د خلکو خبرې او د ټولنې ليدلوري ته غور وکړئ. که له واده مخکې مو خپل خاوند او يا مېرمن نه وي لیدلي او غواړئ چې واده وکړئ نو په دې پوه شئ چې په لږ وخت او اسانۍ سره به ستاسو ترمنځ ډېر صمیمت پيدا نه شي، نو باید په خپلې اړيکه کې د صمیميت د پيدا کولو لپاره صبر او هڅې وکړئ! دا چې پر خپلې اړيکې کې څنګه صمیمیت پيدا کولای شئ، نننۍ لیکنه تر پایه ولولئ، موږ به په نننۍ لیکنه کې تاسو ته ځينې لارې چارې در وښیو.

لومړی_ له مقابل لوري سره مينه ولرئ!

په يوې اړيکه کې د صمیميت د پيدا کېدو لپاره تر ټولو اړين شرط په يوې اړيکه کې د دواړو خواوو د مینې او نظرونو يووالی دی. ستاسو راتلونکی خاوند/مېرمن باید ستاسو د خوښې ځانګړنې ولري، تر څو په راتلونکي کې بیا ونه وايئ چې د پلانکي خاوند او يا مېرمن زما له خاوند او يا مېرمنې نه غوره دی او کاش د هغه/ې په څېر وای. نو که چېرې له مینې نه پرته واده کوئ باید د مقابل لوري هر ډول ځانګړنه ومنئ تر څو په راتلونکي کې ورسره خوشاله ژوند ولرئ.

دویم_ خپل مقابل لوری درک کړئ!

بل اړين ټکی چې باید ستاسو او ستاسو د خاوند/مېرمنې په اړيکه کې شته وي هغه د يو بل درک دی، ستاسو او ستاسو د مقابل لوري خوی او اخلاق باید ورته والی ولري تر څو وکولای شئ په اسانۍ سره يو بل درک کړئ خو که چېرې له پېژندو او مینې نه پرته واده کوئ باید د مقابل لوري هر ډول اخلاق ومنئ او هغه درک کړئ، ځکه له درک پرته د خوشاله ژوند موندل ناشونی دی.

درېیم_ د مقابل لوري د ارامښت ټکي پيدا کړئ!

که له مینې نه پرته واده کوئ نو د ښه او ارامه ژوند د جوړلو لپاره د يو بل د ارامښت ټکي پيدا کړئ، په دې پوه شئ چې د مقابل لوري غوښتنې څه دي او ستاسو په کومو کړنو سره ارامښت ترلاسه کوي؟ د خوښې لوبې یې څه دي او غواړي چې تاسو ورسره څه ډول لوبې وکړئ؟ د دغو پوښتنو ځواب ومومئ او د ترسره کولو لپاره یې پوره هڅې وکړئ!

څلورم_ د مقابل لوري لپاره قرباني ورکړئ!

که چېرې غواړئ چې له پېژندو او مينې پرته واده وکړئ نو د خپل راتلونکي خاوند او يا مېرمنې لپاره قرباني ورکړئ او له خپلو ځينو هيلو تېر شئ. که چېرې ستاسو په اړيکه کې ستاسو مقابل لوري بېلې غوښتنې ولري او تاسو بېلې غوښتنې ولري نو د يوه خوشاله ګډ ژوند د جوړولو لپاره له خپلو هیلو تېر شئ او د مقابل لوري هيلې خپلې هيلې وګنئ او دغو هيلو ته د رسېدو لپاره له هغه/ې سره مرسته وکړئ!

پينځم_ مسوولیت منونکي و اوسئ!

همدارنګه که غواړئ چې له هېڅ ډول پېژندګلوۍ او مینې نه پرته واده وکړئ هڅه وکړئ چې د يوه ښه ژوند د ترلاسه کولو لپاره ډېری مسوولیت په غاړه واخلئ او ژوند ټولې بنسټيزې چارې خپله پرمخ يوسئ، په هرې اړيکې کې يو لوری د ښه ژوند د جوړلو لپاره هڅه کوي نو تاسو هماغه کس واوسئ او ځانته په خپله ښه ژوند جوړ کړئ، ځکه کېدای شي مقابل لوری بې مسولیته وي او که تاسو هم بې مسولیته و اوسئ ژوند به مو د تباهۍ پر لور لاړ شي.

شپږم_ د مقابل لوري مثبتې ځانګړنې ومومئ!

د دې لپاره چې وکولای شئ له خپل خاوند او يا مېرمنې سره ښه ژوند جوړ کړئ نو هڅه وکړئ چې هغه ته ځیر شئ دا سمه ده چې هغه به مو پخوا نه پېژانده او مینه مو ورسره نه درلودله خو هر انسان ځينې ځانګړې ځانګړنې لري چې‌ هغوی ته یې ښکلا وربښلې ده، نو هڅه مه کوئ چې يوازې د مقابل لوري منفي ځانګړنې پيدا کړئ، بلکې هڅه وکړئ چې د مقابل لوري مثبتې ځانګړنې هم ومومئ او له هغه/ې سره د مینې د پيدا کولو لپاره پلمې ولټوئ!
د پورتنیو ټولو کړنو ترڅنګ په يوې اړيکه کې له مقابل لوري سره خبرې کول او د وخت تېرول هم د مینې د زياتېدو او پېژندګلوۍ لامل کېږي، نو هڅه وکړئ چې تر واده وروسته خپل ډېری وخت مقابل لوري ته ورکړئ او هغه ډېر/ه وپېژنئ له هغه سره مينه وکړئ او د دې پر ځای چې د دې ارمان وکړئ چې کاش له پلانکي/ې سره مې واده کړی و د خپل ژوند نورو خواوو ته نظر وکړئ او د پرمختګ په فکر کې و اوسئ!

وروستي مطالب