که هره ورځ له 4 تر 10 دانې بادامه وخورو نو بدن ته مو څه ګټې لري؟

بادام له ونو څخه په ترلاسه کېدونکو وچو مېوو کې تر ټولو غوره وچه مېوه ده، که چېرته موږ هره ورځ له ۴ تر ۱۰ بادام وخورو نو زمونږ روغتیا ته دا لاندې ګټې لري:

۱ـ بادام خوړل د انسان وجود ته زیاتي تغذیوي ګټې رسوي.
۲ـ بادام د Riboflavin او L-Carnitine په نامه مغزي مواد لري، چې د دماغ او اعصابو فعالیت زیاتوي، او همدا شان د عمر په ډېرېدو سره د الزایمر ناروغي ګواښ کموي.
۳ـ بادام د vitamin E په درلودلو سره د انسان حافظه پیاوړې کوي او د کمزورۍ مخنیوی یې کوي.
۴ـ د بادام خوړل د ماشومانو په ذهني ذکاوت پیاوړي کېدږ کې مهمه ونډه اخلي.
۵ـ اومېندوارې ښځي باید هره ورځ د څلور څخه تر لس دانې بادام وخوري، ترڅو د مور او ماشوم دماغونو د ښه روغتیا لپاره کافي کچه ضروري خوړنیز مواد ورسېږي.
۶ـ د بادامو خوړل د نارینه جنسي قدرت په پیاوړي کېدو کې مرسته کوي.
۷ـ بادام او چهار مغز یو ډول ګټور غوړي (monounsaturated fat) لري، چې د انسان په بدن کې مضر غوړي او بد کولسټرول کموي. همدارنګه د زړه له ناروغیو څخه مو هم ساتی.
هره ورځ څلور دانې بادام خوړل د وجود د وزن په کمولو کي هم خورا ګټور دي.
۹ـ د بادام خوړل د انسان په ښکلا او تازه والي کې ډېر رول لري.
۱۰ـ بادامو کې په زیاته کچه فاسفورس دي چې د غاښونو په سلامتیا کې فعاله ونډه اخلي.
د بادام خوړولو په برخه کې دا دوه لارښوونې په پام کې ونیسئ:
۱ـ په ورځيني ډول له ۱۰ څخه باید ډېر بادام ونه خورو، ځکه د چاغوالي سبب کېږي.
۲ـ د دې لپاره چي بادام په بدن کی ښه هضم او جذب شي نو لومړی بادام په اوبو کی د څو ساعتونو لپاره خیشته کړئ، او وروسته یې پوستکی ترې لرې او وېخورئ.

وروستي مطالب