ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

هغه ۷ لاملونه چې خلک مو له ملګرتیا تښتي

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

هغه ده چې له ۲۵ کلنۍ اوړئ، خو لا هم درته د ملګرو پیدا کول ستونزمن دي، یا دا چې څوک در سره ملګرۍ ته زړه نه ښه کوي.

د ملګر پیدا کول هم څه اسانه خبره نه ده. د یوه داسې ملګري پیدا کول، چې تل مو په څنګ کې وي، په خوښۍ مو خوشاله او په درد مو دردمن وي دوه اړخیزو اړیکو ته اړتیا لري.

ملګري په ژوند کې ډېر زیات اغېز لري. ښه ملګری مو روحیه لوړوي، په بده ورځ کې ډاډ درکوي، مانا دا چې ښه اورېدونکی وي او د زړه بړاس ورته ایستلی شئ.

ښه دوست ډېرې نورې ښې ځانګړنې لري. که مو شاوخوا خالي وي او د ډاډګیرنې لپاره لا هم ملګري در سره نه وي، نو لږ په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړئ، ولې داسې یئ.
دلته د هغه دلایلو یادونه کوو، چې نه شی کولی د ځان لپاره ملګري پیدا کړئ:

۱- تل بدې ورځې کوئ
که تل له خپلې دندې، او بې پیسې توبه شکایت کوئ، پر نورو غوسه کېږئ او د ژوند له بې عدالتیو ځورېږئ، نو خلک هم اړ نه دي، چې ستاسو دې بې مورده خبرو ته غوږ کېږدي، خپل وخت ضایع او د خولې خوند بد کړي. ګیلې او ماني ډېر ژر د سړي زړه تنګوي او د خلکو نفرت در څخه کېږي. هڅه وکړئ، چې مثبت اوسئ. که غواړئ ملګري مو زیات شي، خپلې بریاوې او خوښي له نورو سره شریکې کړئ.

۲- ځان غوښتونکي یۍ
دا هم باید په یاد ولرئ ځکه ملګري نه لرۍ، چې ځان غوښتونکي یاست. ملګرتیا کله کله له ځانه تېریدل هم غواړي. خو که تل په دې هڅه کې وۍ، چې میم زر ما، ټول زما! بیا نو درسره د ملګرو د پاتې کېدو تمه مه کوئ.

۳- ملګرو ته مو پام نه کوئ
که دا درته مهمه نه وي، چې په ملګرو مو څه تیرېږي، خوشاله دي او که خپه، نو د ملګرو زړه مو هم درڅخه سړېږي، هغه ده چې له تاسو سره ملګرۍ ته ادامه نه ورکوي. دا باید ومنئ، هغه څه مو چې د ملګرو په ژوند کې راځي درته مهم دي. هغه که خوښۍ وي او یا هم بدې ورځې. په دواړو حالتو کې باید د خپلو ملګرو تر څنګ اوسئ. که خوښي وي، چې یو پر دوه شي او که خدای مه کړه غم وي چې وویشل شي.

۴- نیت بدي یاست
که غوائ، ملګري مو ډېر شي نو نیت بدي مه کوئ. که مو د ملګري په نوي موټر، په دنده کې د هغوی د ترفیع او یا د هغوی پر نورو بریاو باندې نیت بدوئ، نو له ستونزو سره مخ کېږئ. هڅه وکړئ، چې د ملګرو پر بریاو خوشاله شئ او جشن ورته ونیسئ. خو که نیت بدۍ وۍ، ارو مرو مو له رفتاره ښکاري ان که یې د پټولو هڅه هم وکړئ.

۵- معامله ګر یاست
ما کړي اوس یې باید ته وکړې! دا خبرې په ملګرۍ کې ځای نه لري. که مو په ملګرۍ کې دا ډول خبرو ته لمن ووهله، نو ملګري به مو له لاسه ورکړي وي. د دې خبرې مانا دا نه ده چې یوازې تاسو باید د ملګرو لپاره خرچه وکړئ. که ټول له ځان سره دغه ډول فکر ولري او په زړونو کې یې اخلاص او صداقت موجود وي، نو هغه ده چې ملګري به تل پاتې وي، خو که یو بل ته په زړونو کې غله وي، بیا تر ډېره دوام نه کوي.

۷- له ملګرو ډېره تمه لرۍ
که تاسو غواړئ، چې ملګري مو باید هره ګړۍ په خدمت کې وي او هرې غوښتنې ته مو ځواب ووایي، نو د ملګرو لرلو تمه مه کوئ، ځکه له یوه لاسه ټک نه خېژي. کېدای شي ډېر کله مو ملګري ناهیلي کړي، خو دا په دې مانا نه ده، چې هغوی ښه ملګري نه دي، له ټولو باید د ځان په کچه تمه ونه لرو. هڅه وکړئ ویې بښئ.

یادونه: د اسلام د مبارک دین سپارښتنه ده وایي، بهترین له تاسو هغه څوک دی، ورځ تر بلې یې د ملګرو شمېر ډیرېږي او کمبخته بیا هغه دی، چې شته ملګري له لاسه ورکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران