خوندیتوب روغه سټه

که له غاښونو سره مو داسې وکړل، نو بیا ترې لاسونه ومینځئ

لیکنه: ياران

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی

پاک او ستره غاښونه روغتیا پالان د صحت ضامن او هنداره بولي. په لږې ناپامۍ نه یوازې له ښکلو او سپينو غاښونو به بې برخې شئ بلکې په ګڼو ناروغیو به مبتلا شئ.

دغاښونو خرابوالی او توروالی ګڼ شمېر لاملونه لري او ورته پر وخت نه پاملرنه مو په ناعلاجه مرضونو اخته کوي چې مونږ یې مشت نمونه خروار ستاسو مخې ته ږدو.

– د هر قسم نشه یې توکو استعمالول
هڅه وکړئ نشه یې توکي ونه کاروئ، ځکه چې وایي اول شوق شي او بیا طوق شي، نو د نشه یي توکو لکه چرس، سګرېټ، نسوار او نورو کارول مو د بدن د نورو برخو سربیره په غاښونو ډير ژر اغیز کوي او د غاښونو د توروالي او خرابوالي او د خولې د بد بويۍ سبب مو ګرځي.

– له ډوډۍ خوړولو وروسته په غاښونو کې د لرګینو ډکو وهل
زیات کسان له ډوډۍ خوړلو وروسته په غاښونو کې د لرګیو ډکي وهي چې دغه چاره د غاښونو او وریو لپاره ډيره زیانمنه ده، روغتیا پالان بیا د دغه ډکو پر ځای د تارونو لرونکو ډکو یا تارونو د استعمال توصیه کوي.

– په غاښونو د کلکو شیانو ماتول
دا ټولو ته جوته ده چې په غاښونو د کلکو او سختو شیانو لکه: چارمغز، بادام او حتا د ځینو بوتلونو د سرونو په خلاصولو کې له غاښونو څخه د وسیلې په توګه کار اخیستل مو نه یوازې د غاښونو د بریښنا سبب ګرځي، بلکې د غاښونو د خرابوالي عمده لامل هم دی.

– په سمه توګه د غاښونو نه برس کول
اکثره کسان د غاښونو په پاکولو کې برس په افقي ډول د غاښونو شا او مخ د ډير وخت په تیرولو برس کوي، پداسې حال کې چې ډاکتران د غاښونو د برس کولو طریقه په عمودي ډول تر دوو یا دریو دقیقو په ورځ کې دوه ځلې یادوي.

روغتیاپالان دغاښونو دخرابوالي ځیني نور لاملونه لکه په غاښونو په وسیله د نوکانو پرې کول، د انرژي لرونکو او یخو مشروباتو استعمال، په کافي اندازه د ویټامین لرونکو خوراکي توکو نه خوړل او په زیاته اندازه د غاښونو د پالش کولو او سپينولو توکي کارول یادوي.

په یوه بله څيړنه کې د امریکا د نیویارک پوهنتون څیړونکو چې له سلو زرو څخه په زیاتو کسانو یې ترسره کړې موندلي هغه کسان چې خپل غاښونه په منظم ډول هره ورځ نه برس کوي د ستوني یا مرۍ په سرطان د اخته کیدو چانس یې زیات وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران