ځوانان او زده کړې سپورټ

که غواړې ښه لوبډلمشر شې؛ نو دا څو ټکي درته خورا ضرور دي

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: ویکي هاو انلاین ویبپاڼه
ژباړه: غازي عابد

دا چې ته د یوه ټیم لوبغاړی یې دا بیله خبره ده، خو کله چې د لوبډلمشر یا کپټان خبره کوو، دا جدا خبره ده. ډیر لږ شاید دا چانس ترلاسه کړي چې لوبډلمشر شي. په هر حال کله چې ته د یوه ټیم مشر کیږې، نو ته باید د خپل ټیم او ډلې لپاره یو رهبر اوسې.

راځئ د همدې کپټانۍ په اړه ځیني مهم ټکي او اړین ټکي درته ووایو:

۱- مکمله او تر زیاتې کچې هڅه او خواري
لوبډلمشر به خپل ټیم داسې رهبري کوي چې د ټولو لپاره یوه بیلګه شي. ځکه که ته یې وغواړې او که ونه غواړې، ستاسې ټیم تاسې څارې او له تاسې یې یادوي. حالت او وضعیت هیڅ نه دی مطرح بلکې ستاسې لوبډله له تاسې د سختې خوارۍ او زیار تمه لري چې لوبه وګټي. همداراز تاسې هغه لومړی کس هم یاست چې کله لوبه وګټئ، ستایل کیږئ او نازول کیږئ به او تر ټولو ډیر کریډیټ به ستاسې وي. همداراز هڅه باید وشي چې تل خواري کښ، ښه مشوره کوونکی، ښه ارزونکی او ښو لارو لټوونکی اوسې.

۲- ښه سپورټمینشیپ یا د سپورټ له روحیې سره سم چلند وکړه
تل باید هڅه وکړې چې د خپل مخالف یا حریف سره دوستانه او د درناوي وړ چلند وکړې. وروسته د لوبې له بایللو باید لاسونه ورکړې او د مننې په پار یې لاسونه وخوځوې. مقابل ته په خوښۍ سره مبارکي ورکړې او په ټوله کې باید خپلو لوبغاړو ته داسې احساس ورکړې چې له ناکامۍ او کامیابۍ دواړو وروسته باید خپل مخالف سره احترامانه چلند وکړې.
همداراز لوبډلمشر به تل له خپل او مخالف ټیم سره نیک او مودبانه چلند کوي. له خپلو لوبغاړو سره د ورزش کولو پر لارو چارو خبرې وکړه او ترې واورئ چې څه ډول باید دوی د لوبې په جریان یا د لوبو پرمهال اوسي، یعنې کړه وړه یې باید څنګه او څرنګه اړتیا ده ورته.

۳- له امپرانو او مسوولینو (منځګړو) سره ښه چلند
اکثره لوبو او وختونو کې یوازینی کس کپټان وي چې د خپل ټیم په استازولۍ له امپرانو یا دریمګړو سره چې ددواړو ډلو ترمنځ قضاوت کوي یا څارنه کوي، ورسره غږیږي او خبرې ورسره کوي. کیدای شي ځیني وخت ته داسې فکر وکړې چې امپر یا لوبڅار غلط شوی او یا یې غلطه پریکړه وکړه، دغه وخت کې په هغوی باندې بې ځایه تیزې چغې مه وهه. همدراز کله چې له امپرانو سره خبرې کوې، مه ویریږه ترې، بلکې په ښه ډو سره ورسره خبرې وکړه. کیدای شي ځیني امپران تاسې ته ځینې نوي څه ووايي یا درته ځیني اصول ووايي، باید ته ژرخپل ټیم ترې خبرې کړې، چې پام ورسره وکړي.

۴- د خپلو نیمګړتیاوو مسوولیت منل
دا مهمه ده چې ټولو لوبغاړو ته داسې احساس ورکړې چې کله نیمکړتیا کوي باید ویې مني. کله چې مو تیروتنه وکړه، بیا ورته بهانې مه ګوره، په ښکاره بخښنه وغواړه او ووایه چې ما فلانۍ نیمګړتیا یا تیروتنه وکړه او بخښنه یې غواړم. ځکه که ته خپله نیمګړتیا او تیروتنه ونه منې، نو ستاسې نور ټیم او لوبغاړي به هم بیا زړه ونه کړي چې تیروتنه ونه مني.

۵- تل مثبګرا اوسه
خپلو لوبغاړو ته هیڅکله د ناکامۍ احساس مه ورکوه. هرکله چې یې وبایلله ویې هڅوه او منفي یې مه ارزوه.

۶- تل خپل لوبغاړي په ډالۍ ونازوئ او له خپله اړخه او هم له خپلو مسوولینو ورته ډالې وغواړئ او وريې کړئ.
۷- له خپل ټیم یا لوبډلې نه مشوره وغواړه، ورسره کیښنه او په ګډه ورسره ناسته پاسته وکړه، چې ښه احساس وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد