فبروري 27, 2021

که غواړئ کارو بار مو پرمختګ وکړي نو دغه عادتونه خپل کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي
که کار پنځوونکی یا د یوې ادارې مدیر یاست او یا هم غواړې نوی کار پیل کړي، نو ښه ده چې ځینې داسې عادتونه خپل کړي چې پر خپلو توليدوونکو توکو او هغو کسانو چې له تاسو سره کار کوي، مثبت اغېز ولري. له دې سره په څنګ کې هغه څه ته چې غواړی ورسېږی، نو باید له یوې منظمې او مخکې ازمویل شوې تګلارې ګټه واخلئ او ګام پر ګام مخ ته ولاړ شئ.
په دې لیکنه کې ۱۰ هغو عادتونه ته اشاره شوې چې په شخصي او کاري ژوند کې مو د مثبت بدلون لامل کېږي.
کله مې چې د لومړي ځل لپاره د یوه کار پنځوونکي په توګه کاروبار پیل کړ، له ځانه مې پوښتنه وکړه، څه شی د دې لامل شول چې دې ځای ته را ورسېدم؟ اعتبار، پیسې او د نورو ستاینه او هڅوونه هغه څه وو، چې زه یې دې ځای ته را ورسولم. د تېر عمر په اړه مې چې فکر کوم، زه ډېر نېکمرغه انسان وم، ځکه ما له ډېرو ارزښتناکو کسانو سره اړیکه درلوده، دوه اړخیزې اړیکې مې ځکه ګټورې وې چې د دواړو خواوو په ګټه وې، نه یوازې زما په ګټه. ځکه یو انسان په تېره بیا مسلمان باید دا ځانګړنه ولري، هغه څه چې د ځان لپاره خوښوي باید د نورو لپاره یې هم خوښ کړي او ګټه یې ورته ورسېږي. دې هر څه ته رسېدل ناڅاپي نه وو، بلکې د ور رسېدو لپاره مې تل د زده کړو هڅه هم کړې ده.
۱- د خلکو خبرې واورئ او د مرستې لاس ورکړئ
د نورو خبرو ته غوږ نیول او ورته پام کول په کاروبار کې ډېر اړین دي. کېدای شي د مقابل کس خبرې تاسو ته ارزښت ونه لري او یا هم ستاسو په کاري ژوند کې ډېرې مهمې نه وي. په رسمي مجالسو کې ډېرې خبرې په دې جملې پای ته رسېږي: «زه څه خدمت درته کولی شم؟» په دې جمله کې ډېر لوی ځواک پروت دی او همدا یوه جمله کولی شي له مقابل کس سره ستاسو کاري اړیکې قوي او ژورې کړي.
۲- اړینې خبرې در سره لیکئ
کله چې تاسو د مقابل کس سپارښتنې او غوښتنې اورئ درسره یادداشت یې کړئ. کله چې تاسو یو څه له ځان سره یادداشت کوئ له موقتې حافظې څخه مو ځي او په دایمي حافظه کې مو ځای نیسي. دغه څه مو پر عادت بدلېږي او د اړتیا په صورت کې یې ژر په یاد راوړلی او ګټه ترې اخیستلی شئ.
۳- زړه سواندي اوسئ
مهربانه او زړه سواندي اوسئ. دغه څه مو پر یوه تلپاتې عادت بدل کړئ. هڅه وکړئ چې هېڅکله هم په غوسه نه شئ. دا مه هېروئ چې عاقلانه او له زړه سوي څخه ډکې کړنې تل ښه پایله لري. په اصل کې دغه څه تاسو ته چانس په لاس درکوي چې له نورو سره په اسانۍ اړیکه ټینګه کړی.
۴- اړیکې مو پراخې او ښې کړئ
په دې وروستیو کې مو د انټرنېټ له لارې د کاري اړیکو په اړه د ۲۰ کسانو نظرونه واخیستل. په زړه پورې خو دا ده چې ۱۹ کسانو یې د خپل کاروبار د پرمختګ اصلي لامل ښې او تلپاتې اړیکې په ګوته کړې وې. ډېر کله په یوه مناسب وخت کې یوازې (جوړ په خیر) هم کولی شي ستاسو لپاره د یوې دایمي کاري اړیکې لامل شي.
۵- څه مو چې ویل عمل پرې وکړئ
یوې لویې غونډې ته بلل شوی وم، د زیاتو واورو له کبله ډېری بلل شویو کسانو په غونډه کې له ګډون کولو ډډه وکړه. د غونډې جوړوونکو ته مې ډاډ ورکړ چې زه به هرو مرو ستاسو په غونډه کې ګډون کوم. د دې لپاره چې غونډې ته پر وخت ځان ورسوم، له خپلو ټولو امکاناتو مې کار واخیست. که په خپلو کړو ژمنو عمل وکړئ، کولی شئ د نورو خلکو پام در جلب کړئ او یوه ښه کاري اړیکه رامنځته کړئ.
۶- په اداره کې باید ځانګړي او د راز خلک ولرئ
که مو له یو چا سره کاري اړیکه خرابه شوې وي، بیا یې نو په اړه ډېر فکر مه کوئ. په شاوخوا کې مو ډېر نور کسان شته چې له تاسو سره کار کوي. هغوی ته ارزښت ورکړئ چې له لاسه یې ور نه کړئ. تر اوسه پورې دویم ځلي کاري اړیکې جوړولو هېڅ پایله نه ده ورکړې، ځکه اعتبار د ملغلرې اب ته ورته دی، چې یو ځل له منځه ولاړ شي بیا نه راګرځي. ځان غوښتونکي مه اوسئ او دغه کسان بې ارزښته مه ګڼئ. ځکه دغه کسان ستاسو د کارکوونکو، مدیرانو او شریکانو په توګه ستاسو په کاري ژوند کې ډېر ارزښت لري.
۷- حقیقت قبول کړئ
کله چې له حقیقت او ښه کار سره مخ کېږئ، نو ويې منئ. د ځان غوښتنې ناروغۍ ته مو په زړه کې ځای مه ورکوئ. ښه ده چې ووایئ: «ډېر ښه» او یا «زه باوري یم چې دا کار به دې د ټولو خوښ شي». د نورو د کار تاییدول او قدر یې کول د لویو وګړو کار دی دغه څه مو عادت وګرځوئ.
۸- خلک په ډالیو نازوئ
د ډالۍ اخیستلو پر وخت یوازې خپله ګټه په پام کې مه نیسئ. بلکې هغه احساس ته هم پام وکړئ چې مقابل کس یې د ترلاسه کولو پر مهال باید ولري.
۹- د کار کوونکو او همکارانو ځانګړې ورځې په یاد ساتئ
د هغو کسانو کلیزه او د واده ورځ په یاد ولرئ چې له تاسو سره کار کوي. کولی شئ په داسې ورځ خپلې نېکې هيلې یوازې د یوې ټليفوني اړیکې، پیغام او ایمېل په وسیله له خپل همکار او کارکوونکي سره شریکې کړئ او مبارکي ورکړئ. دغه کړنه مو کاري اړیکې ته قوت وربښي.
۱۰- په ټوله کې باید ښه عادتونه خپل کړئ
دا سمه ده چې ښه عادتونه مو په کاري محیط کې د بریا لامل کېږي، خو دا په دې مانا نه ده چې دغه ښه کارونه یا عادتونه یوازې په کاري محیط کې باید ولرئ. بلکې له کار پرته د ژوند په ټولو چارو کې ترې ګټه واخلئ. دوستان، کورنۍ، د ژوند ملګری/ملګرې او نور هغه کسان چې تاسو ورسره سروکار لرئ، ستاسو دې ډول عادتونو ته اړتیا لري. نو که غواړی د ژوند په ټولو چارو کې بریالی وی ښه عادتونه مو د ژوند برخه وګرځوئ.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ