که غواړئ چې وزګارتیا درته ستونزې جوړې نه کړي، نو دا ټکي په پام کې ونیسئ

وزګارتیا یا بې کاري هغه ستونزه ده، چې له امله یو موږ په ژوند کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ کېږو او د ژوند خوښۍ راڅخه اخلي. دا چې د بې کارۍ له امله موږ په ژوند کې له کومو ستونزو سره مخ کېږو او څه باید وکړو، چې له دې ستونزو څخه ځان وژغورو حل لارې یې دلته ولولئ.
بې کاري هغه ستونزه ده، چې زموږ د ټولنې ډېری وګړي ورسره مخ دي او له امله یې په ژوند کې د وټییزو (اقتصادي) ستونزو تر څنګ د ژوند له نورو بېلا بېلو ستونزو سره هم مخ دي. نن سبا چې بې کاري زموږ په هیواد کې له حده زیاته شوې او بیا د کرنتین شپې او ورځې خو بېخی ټول بې کاره وي؛ نو دې بې کارۍ خلک له دا ډول ستونزو سره مخ کړي دي.
رواني ستونزې: د بې کارۍ له امله ډېری وګړي په رواني ستونزو اخته کېږي. کله چې یو څوک بې کاره وي، د هغه ټول کار چورت وهل او تشویش کېږي، کله به تېرې ستونزې فکر ته راولي او ځان به پرې ځوروي او کله به د راتلونکی په اړه تشویش کوي؛ چې بالاخره دا تشویش په یو فرد کې تر دې حده رسېږي، چې نوموړی په لویو رواني ستونزو اخته شي. نو ځکه روان پوهان د روانی ستونزو لوی لامل بې کاري ګڼي.
کورنی تاوتریخوالی: که یو کس په کور کې ټوله ورځ وزکاره ناست وي، نو خامخا یې زړه تنګېږی په کور کې هرې خبرې او هر کار ته یې پام وي او زړه ورته تنګوي. کله په یوه خبره وایي کله په بله خبره چې په همدې کې یې خبره تر تاوتریخوالي رسېږي او په کورنیو کې د لویو لویو ستونزو لامل کېږي.
ټولنیزې ستونزې: د ټولنیزو ستونزو یو لوی لامل هم زموږ په ټولنه کې بې کاري ده. هغه کسان چې وزګاره وي، د دوی ټول فکر له نورو سره وي. کله په یوه پسې منفی خبرې کوي او کله بل پسې، چې د دوی دا منفي خبرې د ټولنې د بربادۍ او یا هم د یوه شخص د ژوند د بربادۍ لامل کېږي. دا به تولو ته څرکنده وي هغه کسان چې وزګاره وي، هغوي ټوله ورځ همدې ته ناست وي، چې ته څه کوې او هغه بل څه کوي او بیا دوي پسې منفي خبرې وکړي. تر کومه چې ما لیدلي او راته معلوم دي، هغه کسان په ټولنه کې منفي خبرې او منفي فکر ډېر خبروي، چې وزګاره دي او همدې خبرو ته وخت لري. حتا که دې ته پام وکړو د جګړې یو لوی لامل هم همدا بې کاري ده. هغه کسان ډېر له وسله والو مخالفینو سره یو ځای کېږي، چې بې کاره وي، د بې کارۍ له امله بله لار نه یي ور پاتې ځکه وسله اخلي او جګړې ته مخه کوي. دا او دې ته ورته نورې ډېرې ستونزې دي، چې بې د کارۍ له امله ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده.
د دې له پاره چې په وزګارتیا کې له دې ستونزو سره مخ نه شئ، نو دا چارې ترسره کړئ.
که نارینه وي او یا هم میرمنې وي هڅه دې وکړي، چې په هېڅ صورت ځان وزګاره فکر کولو ته ور نه کړي. ډېری نارینه د ځینې کارونو کول د ځان له پاره یو عیب ګڼي، چې و یې وکړي. زما په اند هر هغه کار چې ترې حلاله روزي لاس ته راځي عیب نه دی او هر نارینه یې باید وکړي، له بلې خوا که هغه کار څومره ستونزمن هم وي، له وزګارتیا نه ښه دي، ځکه کېدای شي، دا چاره چې یو کس ټوله ورخ په کور کې وزګاره کښېني هغه له ناوړه ستونزو سره مخ کړي. نو د هېڅ حلال کار په کولو کې عیب نشته. میرمنې هم کولای شي، چې به کور کې د کور په کارونو ځان بوخت کړي، لکه جامي ګڼدل اوبدل خامک ګڼډل او داسې نور ډېر کارونه شته چې ځان پرې بوخت کړي. له خپلو ماشومانو سره دې ځان بوخت کړي،همداسې هم نارینه کولای شي، چې له خپلو ماشومانو سره ځان بوخت کړي، هغو سره درس و وایي، لوبې ورسره وکړي، په کور کې دې ګلانو ته اوبه ورکړي، له خپلې میرمنې، مور او یا هم خور سره دې د کور په کارونو کې مرسته وکړي. سپورټ دې وکړي، مطالعه دې وکړي. په یو کار نه یو کار دې هر انسان ځان بوخت کړي. ځکه بې کاري انسان له لویو ستونزو سره مخ کوي. داسې ستونزو سره چې نا جبرانېدونکي وي، نو غوره همدا ده، چې تل ځانونه پر یو کار بوخت کړو او له دې ستونزو څخه ځان وژغورو او د بل په ژوند کې مداخله ونه کړو.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ