که غواړئ خوښ اوسئ؛ کرکه پرېږدئ، حال کې ژوند وکړئ او تېر هېر کړئ

د هر چا په ژوند کې داسې کارونه شته، چې د یو انسان د خوښۍ سبب کېږي، نو د همدې لپاره باید موږ هغه ترسره کړو.

هره ورځ د خپلې ارامتیا ترلاسه کېدو لپاره باید یو کار ترسره کړو، چې د هغې په وسیله موږ ارامه شو.

د خپلې  مینې لپاره له ځان څخه وپوښتئ، چې څه څه ته اړتیا لرم، ترڅو ورځ مې ښه تېره شي.

که ډېر اسټرس لرئ یا هم د کومې موضوع لپاره خفه یاست، تشویش لرئ نو هره ورځ له همدا اوس څخه لس ژورې ساه ګانې واخلئ، دا کار تاسې سره مرسته کوي ترڅو ارامه شئ، او فکر مو له ستړیا خلاص شي.

د ښو اړیکو درلودلو لپاره یا هم که غواړئ دا اړیکه مو تل پاتې وي همدا اوس یې احوال واخلئ د یو مسېج/ زنګ په وسیله یې خبر واخلئ.

که غواړئ ځواک مو ډېر شي، هره ورځ پلي تګ وکړئ ځکه د دې سره روحا او جسما فعالېږئ.

د مثبت فکر لپاره همدا اوس د څو دقیقو لپاره د درې ښه شیانو په هکله فکر وکړئ، هغه شیان چې تاسې ته خوشحالي درکړي او تل مو ذهن کې وي.

د ډېرې خوشحالي لپاره نورو سره مرسته وکړئ. دا کار د انسان روح ته ارامتیا بښي.

کوم کسان چې حسود او منفي فکر لرونکې دي د هغوی څخه لري اوسئ.

هره شپه کله چې ویده کېږئ، د خدای څخه د هغه څه لپاره منننه وکړئ چې لرئ یې.

کله چې یوازې یاست کتاب مطالعه کړئ، د خپلې  خوښې سندره واورئ او قهوه ورسره وڅکئ.

خپل ځان لپاره ژوند وکړئ، د نورو انسانانو نیوکو پسې مه ګرځئ هڅه وکړئ د هغوی نیوکو څخه مثبته ګټه واخلئ او لا پرمختګ وکړئ.

ځینې وخت له خاموشۍ څخه خوند واخلئ، خاموشي تاسو ته په زړه پوري ارامښت راوړي، په خاموشه فضا کې فکر کول، تاسو سره د فکر په ښه والي کې مرسته کوي چې دا د بریالیتوب له غوره لارو څخه ده.

نورو ته خوشحالي ورکړئ، ځکه د نورو خوشحالولو سره تاسې خپله خوشحالېږئ، ځکه دا کړنه ساري ده.
نفرت او کرکه کول پرېږدئ، تل هڅه وکړئ اوس کې ژوند وکړئ تېر هېر کړئ.

وروستي مطالب