که د کېلي پوستکی وخورئ، نو له دې ګټو به یې برخمن شئ

ژباړه: مریم محمدي
کېله د انرژۍ غني سرچینه ده چې په خپل ذات کې بیلا بیلو ګټور مواد لري. کیله یوازینی میوه ده چې هر څوک یې خوښوي او دا میوه په ویټامینونو کې بډایه ده.
تاسو به د کیلې له ګټو لږ یا ډير خبر یاست، خو نن درته د کیلې د پوستکي په اړه ګټور معلومات درکوم چې له دې وروسته د کیلې سربیره پوستکی هم خوړلی شئ چې دلته یې یو څه درسره شریکوم:
۱- د کیلې پوستکی د زړه د روغتیا لپاره ګټور دی. ډاکتران هغو کسانو ته چې له یادې ناروغۍ شکایت لري د کېلې سربیره د دې میوې د پوستکې خوړول تجویز کوي.
۲- کیلې پوستکی د راحت ویده کېدو استرس له منځه وړي او انسان خوشاله ساتي.
۳- کیلې پوستکی د سترګو ښه ساتنه کوي.
۴- کیلې پوستکی د سرطان ضد خواص لري.
۵- کیلې پوستکی د وزن په کموالي کې مرسته کوي.
۶ – کیلې پوستکی د پښو د چودلو مخنیوی کوي.
۷- کیلې پوستکی غاښونه سپینه وي.
اوس نو استفادې لپاره د کیلې پوستکي راواخلئ، ویې وینځئ بیا په مسکر کې له شیدو او خرما سره یو ځای مکس کړئ بیا یې نوش جان کړئ.