که د میرمنې عمر له میړه څخه زیات وي، څه ستونزه لري؟

د دې له پاره چې خوشحاله او بریالی ژوند ولرو، د واده په اړیکه کې د نورو ځانګړنو سربېره د هلک او نجلۍ عمر په پام کې نیول هم اړین دي، که چېري د هلک او نجلۍ د عمر تر منځ توپیر زیات وي، کېدای شي چې په ګډ ژوند کې یې د ځینو ستونزو لامل شي. روان پوهان دا وړاندیز کوي، چې د هوسا او ښه ګډ ژوند د درلودو له پاره د هلک عمر باید له نجلۍ څخه درې یا څلور کاله زیات وي. دا چې ولې زیات وي او که نه وي ګډ ژوند یې له کومو ستونزو سره مخ کېږي، په دې لیکنه کې یې لاملونه ولولئ.

۱ـ نجونې تر هلکانو ژر وده کوي، د دې له پاره چې تعادل په پام کې وي، نو باید د هلک عمر تر نجلۍ لوړ وي. له بلې خوا ښځې نسبت نارینه وو ته ژر زړیږي یا بوډۍ کېږي، نو دا هم باید په پام کې ونیول شي او تر نجلۍ د هلک عمر زیات وي.

۲ـ بل لامل یې دا دی، چې د ښځو د درک قوه یا درک نسبت نارینه وو ته زیات دی، که د نجلۍ عمر زیات وي اویا یې له هلک سره عمر یو شان وي، دا په دې مانا ده، چې د نجلۍ د درک قوه نسبت هلک ته ډېره لوړه ده، چې په پایله کې یې یو میړه نه شي کوی، چې خپله میرمن په سم ډول درک کړي، چې دا یې بیا په ژوند کې د بېلا بېلو ستونزو لامل کېږي.

۳ـ درېیم لامل چې روان پوهانو ورته اشاره کړې، چې د هلک عمر باید له نجلۍ څخه زیات وي هغه دا دي، چې هلکان د نجونو په پرتله ژر تر تاثیر لاندې راځي، نو که د میرمنې عمر له میړه څخه زیات وي او یا ورسره یو شان وي، میړه د ښځې تر تاثیر لاندې راځي، چې دا یوه لویه ستونزه ده او پر کډ ژوند منفي اغېزې کوي. که یو میړه د خپلې میرمنې تر تاثیر لاندې راشي، هغه بیا هغه خپل ځای یا مقام نه شي ساتی او په ژوند کې یې ګډوډي رامنځته کېږي.

۴ـ بل لامل دا چې که میرمن له میړه  مشره وي، میړه د میرمنې په مقابل کې ځان کم یا ټیټ احساسوي، هغه صمیمیت چې باید د دواړو تر منځ وي، هغه نه شي حفظ کولای، ځکه میړه تل ځان کوچنی احساسوي او دا کار بیا په ګډ ژوند کې د لویو ستونزو لامل کېږی.

۵ـ بل لامل یې دا هم دی، چې کېدای شي میرمن او میړه له جنسي ستونزو سره مخ شي. روان پوهان یو نظر دا هم وړاندې کوي، چې که د میرمنې عمر له میړه څخه زیات وي، د اولاد د زیږون په برخه کې هم له ستونزو سره مخ کېږي او کېداشي یو جنس ډېر وزیږوي.

۵ـ یو بل لامل چې د میرمنې عمر باید له میړه څخه زیات نه وي، هغه دا دی، چې که  میرمن له میړه څخه مشره وي، هغه په خپل خاوند معلمي یا مورتوب کوي. که یوه لوستي میرمن وي، چې عمر یې له میړه څخه زیات وي، هغه خپل میړه ته د شاګرد فکر کوي او ټوله ورځ درس ورکوي او که نالوستي وي بیا د خپل زوی فکر ورته کوي او ټوله ورځ نصیحت ورته کوي، چې دا بیا په ګډ ژوند کې یوه لویه ستونزه ده او د میرمنې او میړه اړیکه په سم ډول مخ ته نه ځي.

۶ـ بله ستونزه دا ده، چې که د هلک کورنۍ پوه شي، چې دا ښځه یې له زوی یا ورور څخه مشره ده، نو بیا هغې میرمنې ته هر ورځ طعنه ورکوي، چې ته له خپل میړه څخه مشره یې او هغه پر دې پار ځوروي، چې دا هم یوه لویه ستونزه ده.

دا هغه لاملونه دي، چې روان پوهان یې وړاندې کوي، چې که  د میرمنې عمر له میړه څخه زیات وي، ګډ ژوند یې له دا ډول ستونزو سره مخ کېږي، چې باید ورته پام وشي.

ویناوال: عظیمي/ ټولونه او زیاتونه: شبانه پوپلزۍ

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ