که د سهارنۍ خوړلو عادت نه لرئ، نو دغو ستونزوسره مخ کېږئ!

 

چای په افغانستان کې تر ټولو زیات څښل کېدونکی مشروب دی او بې شمېره مینه‌وال لري، خو ښه خبره دا ده چې دغه مشروب انسان له یو شمېر وژونکو ناروغیو هم ژغوري.

په نوي څېړنو کې روغتیایي کارپوهان وایي چې د سهار چای نه څښل انسان د فلج او د زړه په مختلفو ناروغیو اخته کوي.

په دغه څېړنه کې ۱۳۰۰۰۰ کسانو ژوند وڅېړل شو په کوم کې چې ۴۵ او یا له دې څخه زیات عمر لرونکې نارینه او ښځې شاملې دي.

په دې څېړنه کې څرګنده شوې هغه کسان چې په اونۍ کې ډېر ځلي د سهار چای نه څښي هغوی نسبت نورو کسانو ته ډېر فلج په ناروغۍ اخته کیږي چې له همدې امله ډاکټران وایي چې په هېڅ صورت باید دسهار چای له لاسه ور نه کړل شي.

په څېړنه کې د څېړل شوي کسانو له جملې څخه ۳۷۷۲ کسان د فلج او ۸۷۰ کسان د زړه په ناروغیو اخته شول. له دې څخه څرګندېږي چې په هر ۱۰۰ هغو کسانو کې چې د سهار چای نه څښي ۲۰ کسه یې د زړه او یا هم فلج په ناروغیو اخته کیږي.

دغه څېړنه د اوساکا د پوهنتون ساینسپوهانو لخوا ترسره شوې کوم چې د خلکو بدني روغتیا له ډېر نیږدې څخه تر نظر لاندې نیول شوی او څېړل شوی.

که چېرې د سهار چای نه څښل عادت وګرځول شي نو ورو ورو مضر کولیسټرول په بدن کې زیاتیږي او د وینې فشار هم لوړیږي. کله چې دغه دوه ناروغۍ زیاتې شي نو انسان په وژوونکو ناروغیو اخته کولی شي.

سربېره پر دې د سیډني په پوهنتون کې ترسره شوې نوې څېړنه کې ادعا شوې چې هره ورځ درې یا څلور ګیلاسه چای څښل د شکرې ناروغۍ خطر ۲۵ سلنه ټیټولی شي.

څېړنې کې همدا راز ویل شوي چې هره ورځ یوازې یو ګېلاس چای هم د دغې ناروغۍ څخه ژغورنې کې د پام وړ مرسته کولای شی.

پرته له سهار چې باید چای وڅښل شي نور وختو کې د خوړو وروسته چای څښل د معدې تیزاب زیاتوي او باید یو یا دوه ساعته له خوراکو وروسته چای وڅښل شی.

وروستي مطالب