مارچ 4, 2021

که دا ۵ کارونه مو وکړل؛ د مرګ تر کندې مو رسولی شي

لیکنه: ننډیش دوداماري
ژباړه: غازي عابد
که دا پنځه کارونه ترسره کوئ، نو خامخا به له خطراتو سره مخ یاست، غوره ده چې ځان ترې وساتئ.
۱- د وارخطايۍ او شکونو یوځای کول!
کله چې شکمن هم یاست او بیا ګډوډ یعنې وارخطا هم شئ، دغسې حالت کې په خپل ځان اطمینان او ډاډ له منځه ځي. همداراز دا ډول وضعیت مو فکر او نوښتونه له منځه وړي او د ډار او ویرې پر لور مو سموي.
۲- خپل شا او خوا خلک بې باوره کول یا یې باور ماتول!
که چیرته مو د خلکو هغه باور او اعتماد ته زیان ورساوه چې پر تاسې یې لري، نو هر ډول روابط او اړیکې مو خامیږي چې بلاخره همداسې له منځه ځي. بیا به تل یوازې پاتې یاست، خلک به مو له ملګرتیا تښتي.
۳- ښه پلانونکي، خو نیمګړي تطبیق کوونکي!
که ښه پلان جوړونکي یاست؛ خو عملي کوۍ يې نه، نو دا ډول خلک تل ناهیلي کیږي او یو کار یې هم ممکن نه وي.
۴- له زده کړې او هنره بې غوره پاتې کیدل!
د ځینو هغو شیانو چې په ژوند کې رښیتا هم ډير مهم دي، لکه علم او ددې ترڅنګ نور مهارتونه او زده کړې؛ په دې اړه بې پروا او ناخبره پاتې کیدل به مو د مرګ تر کندو ورسوي او تقریباً ژوند به مو په تیارو کې ډوب کړي.
۵- وخت ته پام یا احترام نه کول!
که وخت تا پام او سم یې استعمال نه کړئ، نو احمق او نادان در څخه جوړیږي. تل به په نن او سبا کې پاتې یاست چې بلاخره هر څه به وبایلۍ، نه به هغه وخت بیا راشي او نه هغه فرصت! وخت سمه ګټه اخیستل یو چانس وي!
دا پنځه شیان زما په نظر خورا مهم دي، که چیرته بې غوري په کې کوو، نو ژوند به مو له ګواښونو سره مخ شي او له هر ډول بریا به بې برخې او لرې اوسو.
ممکن تاسې نور څه هم ولرۍ، کولی شئ له هغوی هم استفاده وکړئ او ژوند مو ښه پر مخ بوځئ.

وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ