که خوله ونه کړو له کومو ناروغیو سره به مخ شو؟

 

موږ ټول خوله نه خوښوو ځکه له خولو سره باکټريا يو ځای کېږي او له همدې امله بدن مو بد بوی کوي. که له خولو وروسته بدن ونه وینځل شي کېدای شي بدن مو ډېر خیرن شي او بد بوی وکړي.

ډېری خلک کله چې خوله کوي ژر ژر خپل وېښتان مینځي چې دا کار وېښتانو ته ډېر زیان لري، نو که څوک له خولو وروسته ځان وينځي ستونزې ورته پېښېږي او که ځان نه وينځي بدن یې بد بوی کوي له همدې امله ډېری خلک وايي چې کاش هېڅ خولې نه وې او انسان خولې نه کولې.

خو که د انسان بدن خوله ونه کړي له يو شمېر ستونزو او ناروغیو سره مخ کېږي، چې په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته دغه ناروغۍ در وپېژنو د لیکنې تر پایه مو ملتیا وکړئ!

لومړي: پوستکی مو زيانمنېږي

خوله د انسان پوستکی نرموي، نو که چېرې خوله ونه کړو پوستکی مو وچېږي او د پوستکی له وچوالي نه به کړېږو.

پوهان وايي چې د بدن خولې د باکټريا ضد دي او کله چې له بدن نه راوځي د پوستکي له سوريو نه هر ډول ميکروب له ځان سره راباسي او که چېرې خوله ونه کړو د پوستکي په سوريو کې مېکروب پاتې کېږي او د وخت په تېریدو پوستکی زيان ويني. نو خولو ته خپه کېږئ مه، بلکې خوشاله شئ چې خوله ستاسو پوستکي د نرمښت لامل کېږي.

دویم: په پښتورګو کې مو تيږه پيدا کېږي

ځينو څېړنو ښودلې چې د سپورټ له امله خولې کول د پښتورګو هر ډول مېکروب له منځه وړي او که خولې ونه کړو د وخت په تېرېدو په پښتورګو کې مېکروب په تېږو بدلېږي او بیا دغه ناروغي د زړه د ناروغیو لامل کېږي، نو که چېرې خوله ونه کړو هم به مو په پښتورګو کې تېږه پيدا شي او هم به د زړه په ناروغۍ اخته شو.

درېیم: د ځينو نورو ناروغیو لامل کېږي

د خولو اصلي دنده د بدن د تودوخي سړول دي، نو که خوله ونه کړو د ګنګسیت، د عضلو د انقباض، کانګو او ان د ګرمۍ وهنې لامل کېږي.

په پای کې مو هېر مو نه شي که چېرې خولې ونه کړو درانه خواړه د بېلګې په توګه فلزات نه شو هضمولای.

په دې حالت کې په عضلو او سر کې درد پيدا کېږي او کله چې د انسان د بدن د تودوخې درجه ۳۹ سانټيګريډو ته ورسېږي د ناروغۍ کچه لوړېږي او ان کله کله د انسان د بېهوښۍ لامل کېږي.

حسین حقاني: پاکستان دې نه خوشاله کېږي، له ستر خطر سره مخ دی

by هوسۍ لؤنګ in افغانستان

افغانستان کې وروستي تحولات پاکستان ته د خطر زنګ دی. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو په تقلید پراخ فعالیتونه ... نور ولولئ