Advertisements
بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

که بریالیتوب غواړئ، نو د ترلاسه کولو لپاره یې دا ډول تمرین وکړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

د ټولو خوښېږي چې بريالي شي. په حقيقت کې ډېری خلک ټول عمر د دې په هڅه کې وي چې بريالي شي. برياليتوب د موخو د ترلاسه کولو لپاره په ګام اخېستلو، خبرو کولو او د نورو سره د اړيکو په ټينګولو منځ ته راځي.

برياليتوب د هغو کسانو په لور نه ورځي چې د ټيټ نفس او منفي ليد درلودونکي دي. ښه او ګټور عادتونه د برياليتوب ور (دروازه) وګڼئ او د هغو تمرينونو په ترسره کولو سره چې د دې ليکنې په اوږدو کې به له تاسو سره شريک شي؛ په هغو موانعو او خنډونو برلاسي شئ چې تاسو پرمختګ ته نه پرېږدي. په ځانګړي توګه هرکله مو چې احساس وکړ چې د مسير څخه بهر شوي ياست او تمرکز نه لرئ، نو د دې تمرينونو په ترسره کولو سره مو ځان کنټرول کړئ.

تاسو کولی شئ د دې تمرينونو په مرسته، خپلې موخې، غوښتنې او  لومړيتوبونه مشخص کړئ، په ژوندانه مو مسلط شئ او ارتباطي مهارتونه مو غښتلي کړئ.

که غواړئ لوی فکر ولرئ او بريالي شئ، نو بايد په دې برخو کې د پخوالي مرحلو ته ورسېږئ:

۱- په خپل ژوندانه برلاسي شئ.

د دې لپاره چې اغېزلرونکی او بريالی شخص واوسئ، بايد د خپل ژوندانه هغه برخې وارزوئ چې تسلط پرې لرئ. بايد په دې پوه شئ چې څه څيزونه د کنټرول وړ دي او څه څيزونه نه دي او همدارنګه هغه برخې هم بايد تشخيص کړی شئ چې د هغو د کنټرول په موخه هڅه کول، د وخت ضياع ده. په لنډ ډول بايد وويل شي چې، په دې برخه کې په دې پوه شئ چې خپلې هڅې بايد هغو برخو ته متمرکزې کړئ چې موثره وي.

د دې تمرين لپاره، د يو پاڼې يا ورقې پر مخ دو جدوله مشخص کړئ؛ يو د هغو څيزونو لپاره چې کولی شئ کنټرول يا قابو يې کړئ او بل يې د هغو څیزونو لپاره چې نشئ کولی کنټرول يې کړئ. همدا چې تاسو په دې پوه شئ چې خپل وخت او انرژي څه مواردو ته ځانګړې کړئ، نو خوښ او بريالی ژوند به ولرئ. دلته کولی شئ له لاندې بېلګو څخه ګټه پورته کړئ.

 

 

د کنټرول وړ موارد

 

د نه کنټرول وړ موارد
 

روغتيا مې

د نورو نظريات
وزن مې

 

د نورو فکرونه
 

زده کړې مې

د نورو غبرګونونه
مهارتونه مې

 

د کورنۍ غړي مې
موخې مې

 

قد مې
 

ايډيې مې

اصل او نسب مې
فکر مې

 

نژاد مې
پرېکړې مې

 

اوبه او هوا
 

اوډون او نظم مې

د بدن د غړو نشتوالی مې
 

هغه کسان چې غواړم خپل ژوندانه ته يې راولم

 
 

د شخصي او شغلي ژوند ترمنځ تعادل مې

 

۲- خپلې موخې وليکئ:

دا چې غواړئ يو اغېزلرونکي شخصيت شئ نو اړينه ده چې په دې پوه شئ چې څوک ياست او له ژونده څه غواړئ. د موخو يا اهدافو ليکل له تاسو سره مرسته کوي ترڅو په دې پوه شئ چې بايد په څه څيزونو تمرکز وکړئ. موخې مو بايد په څرګند ډول وليکئ او هغه بايد داسې تنظيم کړئ چې د ژوند ټولې برخې په نظر کې ونيول شي. موخې بايد هڅوونکې، د پوهېدو او اجرا وړ وي او ستاسو د شخصيت او روحيې سره سازګاره وي او همدارنګه بايد رښتينې او د ترلاسه کېدو وړ وي. د دې لپاره چې دا تمرين ګټور ثابت شي، اړينه ده چې موخې مو واقعي ريښې ولري. کولی شئ چې د لاندې بېلګو څخه ګټه پورته کړئ:

هره ورځ خپلې زده کړې ته دوام ورکوم، که هغه په ټولګي کې په ګډون کولو سره وي، که د کتاب د لوستلو په مرسته وي، که يوځای ته د سفر کولو په وسيله وي. له ټولو تجربو څخه مې ګټه پورته کوم او درس ترې اخلم، ترڅو وشم کولی او که ممکن وي يو هوش لرونکی او هوښيار شخص شم.

تر وروستي بريده به هڅه کوم چې نورو ته احترام وکړم او مهربانه واوسم، هڅه کوم چې مثبت ليد ولرم. وخت، پيسې او ځواک مې تنظيموم ترڅو د يو ښه ژوند خاوند شم.

۳- د ژوند ټولو برخو لپاره مو وخت ځانګړی کړئ:

کله مو چې د زوی سره فوټبال يا کرکټ کوئ؛ لارښود او هڅوونکی ياست. کله چې د خپلې لور سره لوبې کوئ؛ نو په مينه او شوخۍ ورسره چلند کوئ. اړينه ده چې د ژوند ټولو برخو ته ځای او وخت په نظر کې ونيسئ. د ژوند ټولو برخو ته پاملرنه د دې لامل کېږي چې انسان په کمه اندازه زيان وويني او ډېره وړتيا ولري او هرڅومره چې وړتيا ډېره وي، نو اغېزلرونکې به وي.

۴– داسې اړيکې رامنځ ته کړئ چې د دواړو اړخونو ګټې پکې خوندي وي.

دا چې غواړئ يو څوک مو ژوند ته داخل شي چې هغه دې تاسو خپلې سليقې ته راواړوئ؛ نو دا يوه تېروتنه ده، ناشونې ده او د وخت ضايع کول دي. که ومو ليدل چې يو څوک له حده زيات تاسو سره نږدې والی ښيي؛ بايد هغه اړيکه وارزوئ.

د هغو کسانو سره چې اړيکې لرئ، يو لېست يې برابر کړئ او وګورئ چې په اړيکو کې مو تعادل تر سترګو کېږي او که نه؟ د دوو لورو لخوا د روابطو د برابرۍ او تعادل لپاره وخت لګول ښه دي، خو له يوه اړخ نه د اړيکو ساتل تاوان لري. هڅه وکړئ چې اړيکې مو مساوي او دوه اړخيزه وي.

۵- داسې غوږ ونيسئ چې پرې پوه شئ:

خبرې اترې د د نورو سره اړيکو د ټېنګولو ترټولو غښتلې وسيله ده چې بشر يې کاروي. په همدې اساس ښايي ترټولو ګټور عادت چې بايد ويې روزئ، د غوږ نيولو هنر دی. دا چې وشئ کولی هغه څه مو چې اورېدلي دي، بېرته يې تکرار کړئ، د دې نښه نه ده چې په ښه توګه مو غوږ نيولی دی. همدارنګه کله چې مقابل لوری د يوې موضوع په اړه خبره کوي، هڅه مه کوئ د خپلو تجربو او نظرياتو څخه خبرې وکړئ. دا تمرين خپل يو نږدې ملګري / ملګرې او يا هم د کورنۍ له يوه غړي سره ترسره کړئ. که ومو شو کولی چې ارامه او ښه خبرې اترې ولرئ، نو راحته او ګټور ژوند به ولرئ.

لاندې مواردو ته پام وکړئ، ترڅو ګټورې او ښې خبرې اترې ولرئ:

  • هغه خبره چې غواړم، ويې کړم؛ موخه مې ترې څه ده؟
  • نور څنګه کولی شم دا مطلب ښه توضيح کړم؟

هغه څه چې بايد له مقابل لوري يې وپوښتئ:

  • ممکنه ده، هغه څه مو چې وويل؛ بيا يې تکرار کړئ؟
  • ممکنه ده په بل ډول يې توضيح کړئ؟
  • ايا په سمه توګه پوه شوم، منظور مو همدا دی؟
  • زه د دې موضوع په اړه مالومات نه لرم، شونې ده چې ډېره توضيح راکړئ؟

۶- تل مو  خپل مالومات ډېر او اپډېټ کړئ:

که غواړئ يو بريالی انسان واوسئ، نو تاسو د مالوماتو يوې کڅوړې يا ذخيرې ته اړتيا لرئ. په دې کڅوړه يا ذخيره کې، د شرايطو سره د مخامېدلو څرنګوالی، د مذاکرې مهارت، زده کړې، موخې، د اړيکو ساتلو مهارتونه… راځي. همدارنګه وخت هم نه درېږي او تاسو هره شېبه مخ پر غټېدو ياست. که د ژوند له چارو شاته پاتې شئ، نو ضرر کوئ. دا ومنئ چې، ژوند يانې؛ پرمختګ او بدلون.

خپل اوسني مهارتونه يادداشت کړئ او د هر مهارت څنګ ته وليکئ چې مينه لرئ کومې کچې ته ورسېږئ.

البرت انشتين وايي: ( هڅه مه کوئ چې بريالی انسان شئ، بلکې کوشش وکړئ چې ارزښت لرونکی انسان شئ ).

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی