که امریکا له افغانانو سره خواخوږي کوي؛ کنګل شوې سرمایه دې ازاده کړي

لیکنه: مطیع الله خروټی

 

که امريکا د افغانانو ژوند ته پاملرنه کوي، نو بايد کنګل شوې شتمنې يې ازادې کړي . افغانان پوهېږي، چې د افغانستان بانک نژدې ۹ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونه امريکايي ډالره شتمني لري، خو امريکا د افغانانو دغه شتمني کنګل کړې ده. دا د افغانستان د مرکزي بانک شتمني ده، خو په کوم میثاق يې د نیویارک له فدرال ریزرف بانک سره تړاو موندلی دی؟ د دی پوښتنی د سياسي برخی او اقتصادی برخی ځواب هم مونږ یې سیاسي تحليلولی شو او اقتصادي، چي سیاسی برخه کی زیات عوامل لري او اقتصادي برخه كي هم، ښايي اقتصاد پوهان او امريكا كومه توجيه ورته ولري، چی دلته یی کتلای شو .
په يوه ژبه امريکا له پولي لارې پر افغانستان سياسي فشار اچوي.
افغانانو پوهېږي چې د افغانستان بانک (د افغانستان مرکزي بانک) ملي شتمني په کوم اساس امریکایي بانکونو ته لېږدول شوې ده ؟ گرچي اساس يي سياسي ده خو دوي لاره جوړه كړي ده چي دنيا ته ملامت نشي .
دا چی د افغانستان د مرکزي بانک زیاترو شتمنیو په کوم میثاق د نیویارک له فدرال ریزرف بانک سره تړاو موندلی دی؟ ددی پوشتنی د سياسي برخی او اقتصادی برخی جواب هم مونژیی سیاسی تحليلوي شو او اقتصادی، چي سیاسی برخه کی زیاد عوامل لري او اقتصادي برخه یی كي بياهم اقتصاد پوهان او امريكا كوم توجيه ممكن ولري .چی دلته یی کتلای شو .حاضر تحلیل کی داقتصادی تحلیلونو په اساس مخکې نظامونو څخه پاتې شوی سره زر چې د ډاکټر نجیب الله په وخت کې هم په سترو تجریو(ګاو صندقونو) کې ساتل کېدلې، چي دهغه سرنوشت آیا دا دغه شتمنۍ سره ارتباط لري يا نه ، هم باید روشانه کړو . نتيجتا دا چي امريكا اخلاقا ددي كار حق نلري ، افغانستان يو مستقل هيواد دي او دغه وضعيت ته همدا امريكا او دامريكا ناسنجيده غلط پاليسي راوستلو ، امريكا شل كاله افغانستان كي تيركړل ، هيچ كوم زيربنايي پروژه يي افغانستان ته اعمار نكړل ، امریکاییان حتي دافغانستان زير بنايي تاسيسات يي هم دشوروي اتحاد داقتصاد سره دمخالفت په اساس دخراب تخنيك تر مامه لاندي ،ړنگ ، تخريب و ويجاړ كړل . امريكا شل كاله افغانستان كي غلط روان وو او افغانستان كي بايد د اقتصادي زير بنا دنخريب ملامتیا ا ومني . د امريكی دمتحده ایالاتو حکومت اخلاقا مكلف ده چي دهغه شعار په اساس او هغه اهداف پسي چي ظاهرا دتروريزم ختمول ، دهيرويين او نور مخدره موادو دكشت ، قاچاق او استعمال مخنوي ، دديموكراسي رواجول وو ،تر شعار لاندی راغلی وو او تول شیان یی گدود کرل ، اخلاقا باید خپل تعهد او مکلفیت باید سرته رسول چی سرته یی ونه رسول . د امریکي دمتحده ايالاتو پواسطه دافغانستان کنګل شویو پيسو د مسئله اقتصادي برخه كي داسی تحليل وجود لري .
– لومړی داچی نوموړی شتمنی په څلور برخو ویشل کیژی اوله برخه د حکومت فیصدی .
– دویمه برخه د خصوصی افغانی شرکتونو .
– دریمه برخه د مختلطو داخلی او بهرنیو خدماتی شرکتونو .
– څلورمه برخه دسرو زرو برخه
د نړیوال تجارت د اساس نامی په بنست هرسومره چی د بهرنی پیسو مقدار په نړیوال بانک کی زیاد وی په هغه اندازه د هغه هیواد د پیسو توازن برابریژی او لوړ اقتصادی اعتماد په کیدلی سی . اما هغه هیوادونه چی د نظامی زور په اساس رامنځ ته کیژی لومړی شرط یی رسمی دیپلوماتکی اړیکی دی چی بیا کولی شی د پیسو د زیرمو نه په نړیواله کچه او سیمه ایزه کچه پروژی تطبیق کړی . اوس مهال نړیوال بیا بل خصوص امریکا په دی کوشش کی ده چی خپل معیارونه په طالبانو ومنی او دوی دا معیاورنه یوه سریع مداخله بولی . د زیانونو برخی دا دی :
– لومړی اقتصادی فقر را منځته کیژی .
– دویم د پیسو ارزښت مو د دالر په مقابل کی دیر ارزښت له لاسه ورکوی .
– دریم بیکاری زیاتیژی .
– څلورم سیمه ایزی پروژی په ټپه دریژی ، خام مواد واردیدل د جدی گواښ سره مخ کیژی .
– پنځم هیڅ ډ ول قرارداد کی گډ ون نسو کولی .
– شپژم داخلی تولیدات سخت د گواش سره مخ کوی .
– اوم صادرات کچه ډیره ټیټوی .
– اتم نمیه کاره پروژی ټولی په ټپه دروی .
– نهم بیکاری گراف ډیر جگیژی .
– لسم هوایی دهلیزو صاداراتو د کار زمینه د خدماتو زمینه حتی په تعلیمی او بیرونی تحصیلی کچی منفی اغیزی غورزوی .
د امریکا او د افعانانو د بشری حقوقو تر منځ اړیکې
ددی خبری نه انکار نشو کولای چی ملګري ملتونه تل له افغانستان داسلامی امارت څخه په افغانستان کې د بشري حقوقو د ساتنې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه د ساتنې او ودې بیا غوښتنه کوي. همدارنگه غرب او ملګري ملتونه د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د لاسته راوړنو، د بیلګې په توګه په افغانستان کی رسنیو ته د معلوماتو د لاسرسي واک ، د جزا د نوي قانون جوړول ، د ازادیو د بنسټیزه کولو ترویج او په دولتی او خصوصی سکتور کې د ښځو حضورباندی تاکید کوی .
دامریکی متحده ایالات پداسي حال کې چې افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ډیرې لاسته راوړنې ادعا کوی مگر عملا د افغانستان دكنگل شويو شتمنيو په ارتباط هیواد او ولس ته ستونزي لا زیاتوی .ممکن که دغه حالت دوام وکی دافغانستان او د امریکا د جکومت او د ولس تر منځ اړیکې د بشری حقوقوپه برخه کی زیاد صدمه ووینی چی زیاد دتشویش وړ ده .
گرچی دامریکی متحده ایالات دافغانستان د نظام فعلی رهبری نه هم تقاضاوی لری او دا تقاضا دهغه عمده مشکلاتو جز ده چی د نوی امارتی نظام مخ ته پروت ده او زیاد دتشویش وړ خبره ده . مثلا په ځانګړي توګه روانه دداعش وسلواله جګړه اودخارجی جنگیالی موجودیت او ددی خارجی جنگیالی ویش شمال او جنوب ته ( شمال ته تاجک ، ازبک ، عرب ، چیچینی ، پنجابی او جنوب ته دچین ایغور جنگیالی استول او ویشل ) هغه فشارونه البته خارجی فشارونه دی چي په پرله پسې توګه د ملکي وګړو د یوزیات شمیر مرګ ژوبلي سبب کیږي.
گرچی داسلامی امارت مشران د ټولو افغاني اداراتو پخوانی کارکونکی سره له نږدی کار کولو ته ژمن دی ، هیله ده دغه مشکل ته هم دحل لاری دافغانستان اعلیحضرت محمد ظاهر شاه دوخت داساسی قانون ، دشرعیت دقوانینو او دامارتی اصولو تر څنگ دافغانانو د کلتور او عنعناتو په رڼا کی داسی دحل لاری پیدا کړی .چې د پاتې ستونزو لکه د عدلي سیستم غښتلتیا، د قوانینو په اصلاح کې را منځ ته شوي مشکلات او ستونزی او نورو اسلامی هیوادونو رقم اسلامی نظام پلی کړی او د ښځو حقونه تضمین او د ښځو پر وړاندې دموجوده مشکلاتو لکه فقر او اوزگارتیا له منځه یوسي.
د امریکا او د افعانانو د بشری حقوقو تر منځ اړیکې دهغه ارزښتونه چې د بشري حقونو په نړیوالې اعلامیه کې رانغاړل شوي باید تابع وی چی متاسفانه اوس نده . په ځانګړي ډول دافغانستان دكنگل شويو شتمنيو په هکله د بشري حقونو اړوند دامریکا شاته تګ معلوموی چی افغانانو ته د منلو وړ نه دی او کولی شي د دوحه تعهدات له ننګونو سره مخ کړي .