د مسئولینو په خبره کندهار کي تر کرنتین مخکي د ۶ ولسوالیو د تنکیو ځوانانو ترمنځ د کرکیټ لوبي پيل شوي وې، چي د چهارشنبې په ورځ د پنجوايي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو یو تن مسئول زمري اکبري له یاران سره په خبرو کي وویل، د پنجوايي ولسوالۍ سره د یاد ټورنمنټ پایلوبي ته د ژړۍ ولسوالۍ تنکیو ځوانانو لاره پیداکړې وه، چي پنجوايي لوبډلي ژړۍ ولسوالۍ ته ماته ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.
د ښاغلي اکبري په خبره، چي د تنکیو ځوانانو ترمنځ د کرکیټ په دې سیالیو کي د کندهار پنجوايي، ژړۍ، میوند، ډنډ، ارغنداب او دامان ولسوالیو ګډون کړی وو.
هغه وايي د دې سیالیو څخه یې موخه په افغانستان کي د ډاکټر تیتسو ناکامورا د هڅو او رغنیزو کارونو ستاینه وه.
د کرونا ویروس له امله هیواد کي د وضعه سوي کرنتین سره سم د دې سیالیو پایلوبه ځنډېدلی وه، چي پرون چهارشنبه په یو لړ خاصو مراسمو سره ترسره شوه.
د یادي پایلوبي ټول معلومات:
ټاس ژړۍ ولسوالۍ وګاټه او لومړی یې خپله توپ وهنه پیل کړه، چي په ټاکلو لسو آورونو کي یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلي لوبډلي ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه.
پنجوايي لوبډلي یاد هدف د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبي په ۹،۳ آورونو کي پوره کړ او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
د پایلوبي غوره لوبغاړي د اتلي پنجوايي لوبډلي زیب الله وټاکل سو، چي تیزي ۵۹ منډي یې جوړي کړې.
د پایلوبي وروسته د ټورنمنټ غوره لوبډلو او غوره لوبغاړو ته بیلابیلي جایزې ورکړل شوې.
شعوري او لاشعوري ضمیر؛ خواص او توپیرونه یې
Advertisements ژباړه او زیاتونه لاشعور یانې په ذهن کې د احساساتو ذخیره، عقاید، خاطرې، خیال، وېره، زیانونه او د غوښتنو سرکوب کول دي. ځینې جالب حقیقتونه د لاشعور په هکله شته لکه: ـ د خبرو ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي