سپورټ وزش او تمرین

کندهار کي د سولي او خپلواکۍ په موخه د بایسکل ځغلوني سیالي ترسره سوه

ليکنه: صابرحميدي

د مسئولینو په خبره د شنبې په ورځ مازدیګر په کندهار ولایت کي د بایسکل ځغلوني لوبه د سولي او خپلواکۍ په موخه ترسره سوه.

دا سیالي په کندهار کي د پیوند او ارغند مدني ټولونو په ګډه همکاري ترتیب سوې وه.

د پیوند مدني ټولني مشر او د دې لوبي مسئول حکمت الله صلحي یارانه ته وویل، چي د بایسکل ځغلوني دا لوبه ۲۰ کیلومتره فاصله کي د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي ترسره سوه.


د صلحي په خبره، چي د کندهار ښار د بېلابېلو سیمو څخه ۲۵ تنو تکړه لوبغاړو په دې لوبه کي ګډون کړی وو.

د یاد مسئول په خبره، چي موخه ئې ورڅخه په هیواد کي هر ګوټ ته د سولي ږغ رسول او د ورزش له لاري د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخیستو سلمي کلیزي نمانځل وه.

د دې سیالي لومړی مقام ګل آغا، دوهم مقام علي احمد او درېیم مقام بیا احمد جان خپل کړ.

یادو درو مقام ګټونکو لوبغاړو ته د یادو سیالیو د مسئولینو له لوري یو ـ یو د المپیک بایسکل ورکړل سو.


د دې سیالیو مسئولینو، لوبغاړو او د دې لوبي نندارې ته راغلو چارواکو د جنګ پر ښکیلو خواوو ږغ وکړ، چي سوله وکړي او ټولو هیوادوالو ته ئې د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخیستو سلمي کلیزي مبارکي وویله.

په دې سیالیو کي ګډونوالو لوبغاړو پر دې سیالیو خوښي وښوده او له مسئولینو څخه ئې د دې ډول نورو لوبو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.