کندهار کي د خپلواکی د بیرته اخیستو دسلمي کلیزي په ویاړ د ځغاستي سېالۍ ترسره سوې.

ليکنه: عبدالله عادل
د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستو سلمه کلیزه په ټول هیواد کي په بیلابیلو او شاندارو مراسمو سره ولمانځل سوه چي دلته کندهار ولایت کي هم تېره ورځ د اتلاتیک یا ځغاستي فدراسیون او اټرا مخابراتي ادارې لخوا د ځغاستي د سېالۍ په ترسره کولو سره ولمانځل سوه.
د ځغاستي په دغه پنځه کیلومتره سېالۍ کي شاوخوا ۱۲۰ ځوانانو ګډون کړی وو چي د مقام ګټلو لپاره یې سره سېالي وکړه.

د ځغاستي د یادي سېالۍ لومړۍ مقام جاویداحمد خپل کړ ، دوهم مقام شېر احمد او دریم مقام علي احمد خپل کړ.
په وروستیو کي لومړي مقام ګټونکي لوبغاړي جاوید احمد ته د ځغاستي یو بایسکل او نورو مقام ګټونکو زده کوونکو ته نور مډالونه ورکړل سوه همدارنګه هغو ته چي د یادي سېالۍ د تنظیم پر مهال یې همکاري کړې وه ستاینلیکونه ورکړل سوه.
تر دې یوه ورځ وړاندي په یاد ولایت کي د خپلواکۍ د بیرته اخیستو د سلمی کلیزي په ویاړ د بایسکل ځغلوني سېالۍ ترسره سوي وې.

خوست کې د اختر ځانګړي دودونه

لیکوال: شپنه سلګۍ - برخه : کلتور او هنر

په خوست ولايت کې د اختر د مېلو او لمانځنې دودونه د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله لږ توپير لري. د دوی يو دود دا دی چې ځوانان د اختر په ورځو کې د ... نور ولولئ