فبروري 24, 2021

کندز: لمونځ کوونکو د زهره په نوم پر یوې محلي راډیو برید کړی

د کندز په مرکز کې یو شمېر خلکو په دغه ولایت کې د زهره په نوم پر یوې راډیو برید کړی او وسایل یې ورته له منځه وړي دي.
د زهره راډیو مسوول مدیر محسن احمدي وایي چې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د کندز ښار جامع جومات ملا امام خپلو مقتدیانو ته پر راډیو د برید فتوا ورکړه.
د نوموړي په خبره مقتدیانو وروسته له هغې پر راډیو برید وکړ کله چې د راډیو نشرات د جومات له لاوډ سپیکر سره وصل شول او ترې سندره خپره شوه.
د مسجد امام ویلي چې د خطبې پرمهال د راډیو فریکونسۍ د جومات له فریکونسیو سره یو ځای کیدلی او موسیقي پکې مکس کیدله.
خو د راډیو مسوولین وایي چې د جمعې په ورځ له سهار راهسې د دوی نشرات د تخنیکي ستونزې له کبله بند وه.
د یادې راډیو مسوول محسن احمدي زیاتوي د مسجد امام هغه مهال لمونځ کوونکو ته د برید امر کړی کله چې د لمانځه پرمهال د مسجد له لاوډسپیکر نه د امواجو د ټکر له امله د سندرو غږ نشر شوی دی.
احمدي له حکومتي چارواکو غواړي څو د دې پېښې عاملین ونیسی او پوښتنه ترې وکړي.
په لومړیو کې نی یا له آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسوولانو ویلي وو چې د کندوز ځینو اوسېدونکو پر زهره، چراغ او کیهان راډیوګانو برید کړی او وسایل یې ورته له منځه وړي دي.
د نی اجرائیه مشر مجیب خلوتګر وایي: 《 د یوه مسجد لمونځ کوونکو وروسته له هغې چې د یوې راډیو نشرات د مسجد له امواجو سره ټکر وکړ او سندره پکې نشر شوې، او له همدې امله یې دا برید کړی دی.》
د خلوتګر په وینا بریدکوونکو د یادو رسنیو کارکوونکو ته زیان نه دی رسولی خو وسایل یې ورته له منځه وړي دي.
بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې په زهره راډیو برید د زیاتو خلکو غبرګون راپارولی دی او دا کار یې په سختو ټکو غندلی دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*