ليکنه: مدثر دعوت
د ۲۰۱۹ز کال هندوستان پريمرليګ ۴۷مه لوبه د روان پړاو د جالبو لوبو څخه وه.
ممبی انډينز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلي د ليګ په مهم پړاو کي سره مخ سولې.
د لوبي پچه ممبی وګټله او کلکتې ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.
کلکتې چي پرلپسې ۶ لوبي بايللي وې زغم يې دلاسه ورکړی وو او په ۲۰ اوورونو کي يې د ۲ لوبغاړو په سوځيدو ۲۳۳ منډي لوړ هدف وټاکه.
د کلکتې اوپنرانو کريس لين او شبمان ګيل تر لسم اووره د ۹۶ منډو ملګرتيا وکړه.
د لسم اوور په دريم توپ کریس لين په ۲۹ توپونو د ۵۴ منډو په کولو سره وکيټه د لاسه ورکړه.
د معمول په خلاف ترلين وروسته انډري رسل توپوهني ته راغی او د ګيل سره يې قوي ملګرتيا جوړه کړه.
کلکتې په ۱۶م اوور کي دويمه وکيټه ګيل د لاسه ورکړ.
ګيل په ۴۵ توپونو ۷۶ منډي وکړې او کلکتې ته يې د قوي هدف د ايښودلو اسانتيا جوړه کړه.
انډري رسل يوځل بيا د پخوا په څير د توپ اچوونکو هيڅ احترام ونکړ.
نوموړي په ۴۰ توپونو ۸۰ منډي وکړې او د لوبغالي ۴ واړه اړخونو ته يې ۸ شپږيزي ووهلې.
د ممبی ۵ توپ اچوونکو په هر اوور کي تر ۱۰ ډيري منډي ورکړې، يوازي چاهار او هارديک پانډيا يوه يوه وکيټه واخيستله.
د کلکتې د ۲۳۲ منډو هدف ته د ځان رسولو لپاره د ممبی اوپنرانو هيڅ ښه پيل و نکړ.
ډيکوک په صفر او روهيت شرما په ۱۲ منډو وسوځيدل.
ورپسې ليويس ۱۵ ، سريا کمار ياداو ۲۶ ، پولارد ۲۱ او کرونال پانډيا ۲۴ منډي وکړې.
خو هارديک پانډيا ليونۍ او بريدګره توپوهنه وکړه،د کلکتې هيڅ توپ اچوونکی يې بې شپږيزو او څلوريزو پرينښودی، او د کلکتې لوبغاړي او مينوال يې وويرول.
هاردیک يوازي په ۳۴ توپونو ۹۱ چټکي منډي وکړې چي د لوبي دويمي پاړۍ ته يې ځانګړې ښکلا ورکړه.
د کلکتې توپ اچوونکو سونيل نارين ، ګورني او رسل دوې دوې وکيټي واخيستلې.
خو پيوش چاولا د يوې وکيټي په اخيستلو سره په IPL کي ۱۵۰ وکيټي پوره کړې.
ممبی په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۱۹۸ منډوي وکړې او کلکتې د ۳۴ توپونو په توپير د ۶ پرلپسې ماتو وروسته په شل اووريز کرکيټ کي سلمه لوبه وګټله.
انډري رسل د ۸۰ منډو، ۲ وکيټو او ۲ کيچونو په نيولو سره د لوبي غوره لوبغاړی سو.
ممبی اوسمهال په ۱۲ لوبو کي د ۷ لوبو په ګټلو سره د جدول په دريم او کلکته بيا په ۱۲ لوبو کي د ۵ لوبو په ګټلو سره د جدول په پنځم ځای کي قرار لري.
هيره دي نه وي چي نن ماښام ۰۷:۰۰ بجې د پنجاب او حيدر اباد لوبه ده.
د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم
Advertisements سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده. تر ستړي مشي ... نور ولولئ