سپورټ

کلکتې د پنجاب، ممبیي او بنګلور مخکې تګ شکمن کړ

د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره تجارتي «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو یولسم پړاو کې کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د درې نورو لوبډلو پنجاب، ممبيي او بنګلور مخکې تګ نور هم ستونزمن کړ.

د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په خپلې ۱۳ مه لوبه کې د راجستان رایلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو په روانو لیګ سیالیو کې خپله ۷ مه بریا خپله کړه او د دغه درې واړو لوبډلو څخه وړاندې شوه.

 همدا راز که کلکته لوبډله په خپلې وروستۍ راتلونکې لوبه کې د حیدر اباد لوبډلې پر وړاندې هم بریا خپله کړي، نو د حیدر اباد او چینایې لوبډلو وروسته به د دریمې لوبډلې په توګه دویم پړاو «پلی اف» ته ورسیږي.

 بل خوا د پنجاب لوبډلې د خپلو ترسره کړیو ۱۲ لوبو څخه ۶ لوبې ګټلې دي او که په وروستیو ۲ لوبو بریاوې خپلې کړي، نو دوي هم دویم پړاو ته رسیدلی شي او هم دواړه کلکته او پنجاب لوبډلې د یوې لوبې په بایللو سره په روان ټورنمنټ کې د ممبیي، بنګلور او راجستان لوبډلو ته د مخکې تګ لپاره موقع برابروي.

PL

 د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ وروستي پړاو ته نږدې شوې دي، چې د روانې مۍ میاشتې په ۲۰ مه نیټه به ۴ لوبډلې دویم پړاو ته د ورتګ په موخه په ډاګه شي او هم به د همدغه میاشتې په ۲۷ مه نیټه دوه لوبډلې په پای لوبه کې د اتلولۍ خپلولو په موخه ولوبیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی