کرېس ګېل غواړي، د خپل عمر ډيره برخه کرکټ کې تېره کړي!

کرېس ګېل چې اوس مهال ۴۰ کاله عمر لري، د عمر شل کاله یې په کرکټ کې تېر کړي دي او غواړي پنځه کاله نور هم کرکټ وکړي.
کرېس ګېل په ۲۰۰۰ م کال کې د ویسټ انډیز لپاره نړیوال کرکټ ته راغی او تر ۲۰۲۰ م کال پورې کرکټ کې بوخت دی، دا چې د نوموړي عمر ۴۰ کاله دی نو د هغه نیمایي عمر کرکټ کې تېر شوی او غواړي چې پنځه نور هم کرکټ کې تېر کړي.
کرېس ګېل اوس هم کرکټ کې بوخت دی؛ هغه اوس هم د بنګله دېش په سوداګریز کرکټ لیګ (بي پي ایل) کې له چټوګرام چلېنجرز لوبډلې سره د اوپنر په صفت لوبېږي.
هغه د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د ویسټ انډیز لوبډلې سره ولوبېد او له نړیوال جام وړاندې یې ویلي وو، چې له دې جام وروسته به له کرکټ سره مخه ښه کوي؛ خو لا یې هم په رسمي ډول استعفا نه ده کړې.
اوس رسنیو د کرېس ګېل له خولې لیکلي دي، چې نوموړی به د ۲۰۲۰ م کال په نړیوال شل اوریز جام کې د ویسټ انډیز لپاره لوبېږي او ښایي له هغې وروسته د ویسټ انډیز لپاره له لوبو سره مخه ښه وکړي.
کرېس ګېل د جمعې په ورځ د جنوري په ۱۰ مه نېټه د بنګله دېش کرکټ بورډ کې خبریالانو ته ویلي، چې دی به پنځه کاله نور هم په سوداګریزو شل اوریزو او لس اوریزو لیګونو کې ولوبېږي.
د کرېس ګېل په خبره «د ده وجود لا هم ښه دی، د کرکټ لپاره چمتو دی، د هغه په وېنا زه ورځ په ورځ د تازه ګۍ احساس کوم او غواړم چې پنځه کاله سوداګریز کرکټ کې پاتې شم».
له ویسټ انډیزي کرکټ بورډ د کرېس ګېل هیله
« زه هیله کوم، چې د ویسټ انډیز کرکټ ما په شل اوریز جام کې د لوبېد په پار سکواډ کې واخلي، زه نوي نسل ته لارښوونه کوم، چې د کرکټ په نړۍ کې ښه وځلېږي».
کرېس ګېل زیاته کړې ده، دې نړۍ کې به بل کرېس ګېل نه وي، بل یونېورس باس به نه وي، هغه یواځینی ګېل او باس زه وم.
تاسې نوی نسل د نړۍ په کچه ښه وځلېږئ، لکه څنګه چې ما خپل سفر ښه مخته یوړ، زه د کرکټ په نړۍ کې ښه وځلېدم او ښه یاد شوم، تاسې نوي ځوانان هم کولای شئ، ښه وځلېږئ او ښه لوبه وکړئ.
راروان شل اوریز جام
شل اوریز جام د روان کال د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د ۱۶ لوبډلو په ګډون په اسټرالیا کې پېلېږي او د نومبر تر ۱۵ مې نېټې دوام کوي.
اکټوبر د عیسوي کال لسمه میاشت ده او اوس یې لومړۍ میاشت روانه ده؛ نو کابو لس میاشتې وروسته ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام پیل شي.
ویسټ انډیز په ۲۰۱۶ م کال کې د شل اوریز نړیوال جام اتلولي ګټلې ده او ۲۰۲۰ م کال کې به له خپلې اتلولۍ د دفاع هڅې کوي.




وروستي مطالب