مارچ 2, 2021

کرېس ګېل د لوبډلو له مشرانو ګیله من دی.

ليکنه: سميع الله درانی
کرېس ګېل چې د نړۍ په کچه یو ځلېدونکی او خورا خطرناک توپ وهونکی دی، لاهم د کرکټ نړۍ کې په لوبو بوخت دی.
هغه د ویسټ انډیز لپاره په نړیوال جام کې ولوبېد، له هغې وروسته یې هم استعفا نه ده ورکړې او لا ـــــ د لوبېدو په تکل دی.
که څه هم د افغانستان خلاف سیریز کې ګېل وانخېستل شو؛ خو سوداګریز لیګونه پرې لا هم ګرم دي او وخت ناوخت په کرېس ګېل هغه لوبډلې، چې دی یې پېرلی وي د مقابلو لوبډلو بالران وېروي.
ګېل چې تازه د افریقا په مزانسي کرکټ لیګ دویم پړاو کې د جوزي سټارز لوبډلې په ګټه ولوبېد، ښه توپ وهنه ونه شوه کړای.
نو د لوبډلې څښتنانو پر هغه انتقاد وکړ، چې کرېس ګېل د دوی لپاره یوه لوبه هم ونه ګټله.
اوس کرېس ګېل ویلي چې د لوبډلو له څښتنانو خفه یم، هغوی ته چې کله ښه لوبه وکړې، شاباسې نه درکوي؛ خو چې لوبه ورته پنځوس سلنه وکړې؛ خو چې ویې نه ګټې، بیا درباندې انتقادونه کوي.
نوموړی زیاتوي، چې هغه ده ته د لوبې د بایلات پرمهال باندې احترام کم کېږي؛ نو دی په دې وجه له ځېنو خلکو خفه او ګیله من دی.
کرېس ګېل اوس ۴۰ کاله عمر لري او د مزانسي لیګ په اوږدو کې د جوزي سټارز لوبډلې لپاره په وروستۍ او شپږمه لوبه کې ونه توانېد، چې خپله لوبډله د ټي شون سپرټن لوبډلې پر وړاندې بریالۍ کړي.
په وروستۍ او شپږمه لوبه کې هغه د سپرټن لوبډلې خلاف په ۲۷ توپونو ۵۴ منډې وکړې، چې ۴ یې شپږیزې او ۶ یې څلوریزې ووهلې؛ خو لوبډله یې د ګېل په اوټ کېدلو سره په بري کې پاتې راغله.
سپرټن لوبډلې ۱۵۵ منډې هدف ورکړی و، خو د ګېل دې لوبډله ټوله په ۱۳۵ منډو وسوځېده.
ګېل د نومبر په ۲۵ مه نېټه د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل « زه یواځې د جوزي سټارز لوبډلې په اړه نه غږېږم، دا هغه څه دي چې زه یې واضح کول غواړم، له کلونو راهیسې چې زه کرکټ کوم، لوبډلې پرما زیاته ذمه واري اچوي؛ کله چې زه منډې وکړم لوبه راواړم دومره شاباسی نه راکول کېږي؛ خو کله چې لوبه وبایلل شي بیا ټول ماته د ملامتیا ګوته نیسي».
سږکال مزانسي لیګ کې ګېل په ۵ لوبوکې ۴۷ منډې کړې وې او وروستۍ لوبه کې یې ۵۴ منډې جوړې کړې.
د سویلي افریقا مزانسي کرکټ لیګ د نومبر په ۸ مه نېټه د ۶ لوبډلو په ګډون پیل شو، چې جوزي سټارز لوبډله پکې د نومرو جدول کې وروستی ځای لري.
ګېل اوس دغه لیګ ته خدای پاماني وویله او له افریقا څخه ترې ویسټ انډیز ته وکوچېد.
د لیګ د لوبډلو مقامونه
نېلسن منډېلا لوبډله د ۱۹ نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې ده، پارل راکس لوبډله د ۱۵ نومرو په لرلو سره دویم نمبر ده، ټي شوېن سپرټن لوبډله د ۱۴ نومرو په لرلو سره دریم ځای خپل کړی، کېپټاون بلېټز لوبډله د ۱۳ نومرو په خپلولو سره څلورم ده، ډوربېن هیټ لوبډله د ۶ نومرو په لرلو سره پنځم ځای کې قرار لري او جوزي سټارز لوبډله د صفر نومرو په لرلو سره وروستۍ ده.

د حزب التحرير پر غړو بندیز ولګيد

لیکوال: مهر تاج - برخه : افغانستان

ژباړه او زیاتونه د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي حزب التحریر د افغانستان له عدلیې وزارت سره ثبت نه دی او غړي یې تر دې وروسته عدلیې وزارت کې تر ثبتېدو پورې ... نور ولولئ