کرېس ګېل؛ د افریقا پر وړاندې بایللو مایوسه کړم

 

ویسټ انډیز د جولای په دویمه له سویلي افریقا څخه د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ کې درې د دوه پر وړاندې ماته وخوړه.

دا ماتې په داسې حال کې وې، چې کوربتوب د ویسټ انډیز پر غاړه و او هم دې لوبډلې سره کرېس ګېل، براوو، پولارډ او انډری رسل په څېر پیاوړي لوبغاړي موجود وو.

اوس کرېس ګېل ویلي چې په کور دننه یوې بهرنۍ لوبډلې ته د شل اوریزو لوبو لړۍ بایللو زه خفه کړم.

کرېس ګېل ځېنې وخت په درېیمه وېکټ توپوهنې ته راته.

د ویسټ انډیز لپاره په دې لوبو کې اوپننګ یا پیل لېنډل سېمونس او ایوین لیویس کاوه؛ خو کرېس ګېل په دې پوزېشن ونه ځلېد، هغه به څلورو لوبو کې ټولې ۵۶ منډې کړي دي.

تر ټولو زیاتې وېکټې ډي جی براوو واخیستې، هغه په ۵ شل اوریزو لوبو کې ۱۰ وېکټې ترلاسه کړې، اوبېډ مکای ۹ وېکټې، رباډا او شمسي اووه، اووه وېکټې او جورج لېنډا ۶ وېکټې د سویلي افریقا په ملاتړ ترلاسه کړې.

 

کرېس ګېل وویل:

«د پولارډ په لوبډلمشرۍ کې د شل اوریز سیریز بریا ممکنه وه؛ خو دا چې ویسټ انډیز مات شو، نو دا د توقع خلاف کار دی».

په دې لوبو کې د ویسټ انډیز لپاره ایوین لیویس، براوو، اوبېډ مکای او فېډل ایډوارډز ښه ولوبېدل، مګر نیکولاس پوران، شېمرن هېټمېر او جېسن هولډر بیا ښه نه وو.

کرېس ګېل، براوو، هېټمېر او پوران وایي موږ سخت خفه یو، چې دا سیریز مو په کور دننه بایلود.

کرېس ګېل په څلورو شل اوریزو لوبو کې ۵۶ منډې وکړې او یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۳۰ وې.

انډری رسل وایي که ویسټ انډیز لوبې بایلي نو د توپ اچونې له امله به یې بایلي او انډری رسل چې په لیګونو کې ډېر ښه ځلېږي، دلته د خپلې لوبډلې لپاره ونه ځلېد، په توپ اچونه کې هم وټکېد او په توپوهنه کې یې هم منډې په زړه پورې نه وې.

رسل په ۵ شل اوریزو لوبو کې ۶۲ منډې کړي، چې اوسط یې ۱۵ اعشاریه ۵۰ دی.

پولارډ په توپ اچونه کې نسبتا ښه و، په توپوهنه کې هم په ۱۲۲ منډو ودرېد.

د سویلي افریقا لپاره په توپوهنه کې کوېنټن ډیکاک غوره و او په پنځه شل اوریزو لوبو کې یې تر ۲۵۷ منډې وکړې.

تبریز شمسي په ایکانومي کې غوره و او همدا وجه وه، چې د لوبغاړو ښې او په ګډې سره لوبې د ویسټ انډیز لوبډله ماته کړه.

 

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ