فبروري 27, 2021

کرېس ګرین د ناقانونه توپ اچونې له امله له توپ اچونې محروم کړل شو.

د اسټرالیایي لوبډلې الراونډر او په بېګ باش لیګ کې د سېډني تندر لوبډلې اف سپېن بالر، کرېس ګرین د جنوري په دویمه د مېلبورن سټارز لوبډلې پر وړاندې توپ اچونه کوله، چې توپ اچونه یې تر سکېنر یا معاینې لاندې راغله.
د نوموړي توپ اچونه ناقانوني وبلل شوه او ۹۰ ورځې له هر ډول توپ اچونې منع کړل شو.
هغه عمل، چې کرېس ګرین پرې له توپ اچونې منع کړل شوی، په انګلیسي ورته اېل لیګل بالېنګ اکشن یا د ناقانوني توپ اچونې سټایل وایي.
د جنوري په ۲یمه د لوبې ان فیلډ لوبڅارانو هغه ګرم وپېژاند او د لا زیاتو څېړنو لپاره یې معایناتو ته د کرکټ سنټر ته واستاوه.
نوموړی د جنوري په ۵ مه د اسټرالیا د کرکټ سنټر ته ولېږل شو. دا هغه ځای دی چې د کرکټ ماهرین پکې ناست وي او د بالر د لاس زاویه او توپ اچونې اکشن چېک کوي.
درې لوبڅارانو نتن جانس، مایک ګراهام سمېت او درېیم لوبڅار پال وېلسن هغه د توپ اچونې پرمهال پړ وباله.
ماهرینو وویل چې د توپ اچونې له معاینې وروسته د ګرین توپ اچونه ناقانوني وبلل شوه.
د اسټرالیا د کرکټ اجرایوي مشر، پېټر روچ ویلي، چې د چېک په پایله کې کرېس ګرین له توپ اچونې منع اعلان شو، کرېس ګرین درې میاشتې یا ۹۰ ورځې نه شي کولای، چې توپ اچونه وکړي.
کرېس ګرین افریقا کې زېږېدلی او له افریقا څخه بیا اسټرالیا ته تللی دی، هغه یو افریقای الاصله اسټرالیایي الراونډر دی.
ګرین په ټي ټېن لیګ کې هم د نارترن وریېرز لوبډلې لپاره ولوبېد، چې یوه لوبه کې یې ۳ وېکټې واخیستې او په ۳ اورونوکې یې یواځې ۸ منډې ورکړې، هغه مهال دی د غوره بالېنګ څېره بلل شوې وه.
نوموړی تازه د ۲۰۲۰م په آې پي ایل سیالیو کې د کلکتې لوبډلې پېرلی دی او ښایي د بندیز له کبله د توپ اچونې موقع په آې پي ایل کې په لاس ورنشي.
هغه اوس د سېډني تندر لوبډلې له نوملړ څخه هم لرې کړل شوی دی.