کریم صادق د یوه افغان ژوند وژغوره؛ دې کار یې یو ځل بیا د خلکو زړونه وګټل 

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کریم خان صادق د هغه کس درملنه وکړه، چې د ژوند امیدونه یې بایللې و.

نوموړي د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار ۶ مې ناحیې فامیلیو سیمه کې د هغې ناروغ کس درملنې ته سینه ډبولې وه، چې د کورنۍ ۱۰ غړو یې یوازې د مرګ شیبې شمیرلې.

 د دغه کورنۍ غړي وایي، د ناروغ سمین ګل د درملنې په خاطر د کریم خان صادق کور ته ورغلي و او نوموړي هم ورسره ژمنه وکړه، چې د درملنې ټول مالي لګښت به یې پرې کوي.

سمین ګل ډیر منندویه و؛

 دغه ناروغ په ننګرهار کې د لمړنۍ درملنې وروسته د پاکستان رحمان روغتون ته انتقال شو.

د ناروغ سره تلونکي د کریم صادق فونډیشن غړي عاشق طاهري وویل هلته ورته ډاکټرانو ځواب ورکړ، چې درملنه یې په لمړیو کې ناشونې وښودل شوه، خو د مسلسل هڅو وروسته بریالي شول چې عملیات ترسره کړي.

د دوی په وینا په ناروغ کس کې بیلابېلې ناروغۍ تشخیص شوې وې، چې پکې یې ګردې او لړمون ( پړپوس ) هم د له مینځه تللو په حال کې و، خو د رب په مهربانۍ سره اوس ناروغ د روغ صحت خاوند شو.

 د دغه کس او کورنۍ سره یې د همدردۍ په موخه د کرکټ ملي لوبډلې اوسنی لوبغاړی کریم صادق، پخوانی لوبغاړی هستي ګل عابد او ډله نور ځوانان او رسنۍ د هر کلي په موخه تر تورخم پورې ورغلي و.

سمین ګل چې د ژوند هیلې او امیدونه یې د ختمیدو په حالت کې و، بیرته د راستنیدو سره سم یې رسنیو سره په خبرو کې په ژړغوني غږ د کریم صادق د فونډیشن لخوا د خپلې درملنې مننه وکړه او و یې ویل د رب په مهربانۍ او د فونډیشن په مالي مرستې یې خپل نوی ژوند ترلاسه کړ.

 د سمین ګل کوچنی ځوی هم د خپل پلار د هرکلي په موخه تورخم ته تللی و، چې د خپل پلار په لیدو یې د خوښۍ موسکا پر مخ وغوړیده.

 ناروغ د بدرګې په ډول تر خپل کوره بچیانو ته ورسول شو او همدا راز د کریم صادق لخوا نه ورته د دوه نمرو ځمکې او کار وبار لپاره د یوې ریکشې د اخیستو زیری هم ورکړل شو.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کریم صادق وویل، له دې خیریه کارونو یې هدف او پیغام غریبو او بې وزلو خلکو سره د مرستې لپاره دی او هم غواړي له دې لارې ټولو افغانانو ته د یوالي، ورورګلوۍ او مینې پیغام خپور کړي.

 دا لمړی ځل نه دی، چې د کریم صادق د فونډیشن لخوا د غریبو او بې وزلو خلکو لاسنیوی کیږي، بلکې له دې وړاندې یې هم یو بلې کورنۍ ته، چې د کټې وټې یې څوک نه درلودل؛ په کوز کنړ ښیوې ولسوالۍ کې یو لنټري پوخ کور جوړ او ورته یې ډالۍ کړ.




وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ