
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي پخوانی اوپنر(پيلوونکی) لوبغاړی کریم صادق هغه لوبغاړی دئ، چي د افغان کرکیټ ملي لوبدلي لپاره یې په لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه کي لومړۍ منډه جوړه کړې وه.
د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او تمرینونو یادونه کوي، چي دا ځلي یې د کریم صادق د ریکارډ ستاینه کړې.
بورډ د کریم صادق په اړه لیکلي:
«د ملي لوبډلې پخوانی پيلونکی توپوهونکی کريم صادق هغه افغان لوبغاړی دی چې د افغانستان لپاره يې په شل اوريزو نړيوالو سياليو کې لومړنۍ منډه جوړه کړې چې دغه غوره کارنامه يې په ۲۰۱۰م کال کې د ايرلنډ پر وړاندې د خپل هېواد په نوم ليکلې ده.»
افغان کرکیټ ملي لوبډلي خپله لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه په ۲۰۱۰م کال کي د ایرلینډ په وړاندي ترسره کړې وه.
د معلوماتو له مخي کریم صادق او شفیق الله شفق هغه دوه افغان لوبغاړي وه، چي په لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه کي یې د افغانستان لپاره د توپوهني پيل وکړ او لومړۍ منډه کریم صادق جوړه کړه.
هغه لوبه کي افغان لوبډلي په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلینډ ته د ۱۲۲ منډو هدف ټاکلی وو، چي وروسته ایرلینډیانو یاد هدف د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغانستان ته یې د ۵ ویکیټو په توپیر ماته ورکړه.
افغانستان له هغه راوروسته تر دې دمه ۸۱ نړیوالي شل آوریزه لوبي ترسره کړي، چي له ډلي یې ۵۵ ګټلي، خو ۲۵ یې بیا بایللي دي.
افغان کرکیټ ملي لوبډله د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي پخوا په اووم مقام کي وه، خو تېره اونۍ د لوبو نه درلودلو او نه کولو له امله لسم مقام ته کښته شوه.
کریم صادق
کریم صادق