
ليکنه: سمیع الله درانی
شپږم پړاو شپږیزې کرکټ لیګ د لومړي پړاو لوبې د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۴ مه نېټه پای ته ورسېدې، د ۲۰۱۹ م کال کې د شپږیزې لیګ د دوهم پړاو لوبې د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۶ مه نېټه پیل شوې.
د پلی اف سیالیو او پایلوبې ته د تګ لوبې لومړۍ هغه یې د چهارشنبې په سهار او دوهمه لوبه یې ماسپښین مهال ترسره شوه.
سهار مهال محمدنبي عسی خېل، راشدخان ته ماته ورکړه، محمدنبي پایلوبې ته ورسېد او راشدخان ته بل چانس هم شته.
هغه به د پنجشنبې په ماسپښین له اصغر افغان سره لوبه وکړي او ګټونکې لوبډله بیا پایلوبې ته ځي او هلته د محمدنبي لوبډلې مِس عېنک سره پایلوبه کې مخ کېږي.
د پلی اف سیالیو دوهمه لوبه د چهارشنبې په مازیګر د اکټوبر په ۱۶ مه نېټه د سپین غر ټایګرز او کابل بازان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
اصغر افغان ټاس وګاټه او توپ وهنه یې وکړه، د دې لوبډلې لپاره اوپنر توپ وهونکي کریم جنت خورا غوره اننګز ولوباوه، هغه په ۵۷ توپونو سلیزه ووهله او په ۶۳ توپونو یې ۱۲۰ منډې وکړې.
کریم جنت یواځېنی لوبغاړی شو، چې په شپږیزه لیګ کې د نورو توپ وهونکو په پرتله په یوه پاڼۍ کې تر ټولو لوړې او زیاتې منډې جوړوي.
تر دې دمه په شپږو پړاوونو شپیږیزه لیګ کې درې توپ وهونکو سلیزې وهلي، چې یو پکې بهرنی او دوه پکې داخلي لوبغاړي دي.
۲۰۱۷ م کال کې چې د شپږیزې پنځم پړاو و، د بُست لوبډلې کیڼ لاسي توپ وهونکي افریقایي کېمرن ډېلپورټ په ۴۴ توپونو د مِس عېنک خلاف سلیزه وهلې وه.
د دوشنبې په ورځ جاوېد احمدي چې د بند امیر لوبډلې اوپنر توپ وهونکی دی، په ۶۰ توپونو سلیزه ووهله، هغه په ۶۳ توپونو د بُست لوبډلې خلاف ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د اکټوبر په ۱۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ کریم جنت د سپین غر لوبډلې خلاف خورا خطرناکه پاڼۍ ولوبوله؛ هغه اته شپږیزې او ۱۱ څلوریزې ووهلې، ۱۲۰ منډې یې وکړې او د کابل لوبډلې هدف یې ۱۹۸ منډو ته ورساوه.
دی لومړی افغان لوبغاړی شو، چې زیاتې منډې جوړوي او دریم لوبغاړی شو، چې شپږیزه لیګ کې سلیزه وهي.
د شپږیزې لیګ پایلوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي، چې بند امیر او کابل بازانو لوبډلې څخه به یوه لوبډله پایلوبې ته ځي او محمدنبي سره به مخ کېږي.
سپین غر، امو او بُست لوبډلې له سیالیو بهر شوې، د پنجشنبې په ورځ به څلورمه لوبډله هم بهر شي.
د چهارشنبې په ورځ شپږیزه لیګ کې چټکه نیمه سلیزه نجیب ترکي ووهله، هغه په ۲۱ توپونو د کابل لوبډلې خلاف ګړندۍ نیمه سلیزه ووهله او د تولو لوبغاړو د لېست په سرکې یې ځای ونیو.