سمیع الله درانی
د شل اوریزو لوبو له تاسیس څخه تر دې دمه یو بالر اووه وېکټې اخېستي دي، ځېنو شپږ او ځېنو بیا ۵ وېکټې په یوه پاڼۍ توپ اچونه کې تر لاسه کړي دي.
هغه لوبغاړی چې اووه وېکټې یې اخېستي دي، ایکرمن نومېږي، ده دا وېکټې د انګلستان په سوداګریزو لوبو کې اخېستې وې، په یوه پاڼۍ کې یې ۷ وېکټې اخېستې وې او ۱۸ منډې یې ورکړې وې.
شکېب الحسن، ملېنګا، جمېسن، ډيپک چهر، اجېنتا مېنډس، فوجېلا، اېش سودي، الزاري جوسیف د آې پي ایل په دولسم پړاو کې، سُهیل تنویر، پونیا، ابي وارډانا، سوتي، مسکډزا، بوپارا، سواپنېل سېنګ، اډم زمپا، ټېم برسنېن، فهیم اشرف، زونګولو، ای جی هال، افتاب احمد، نېتولا، ټېم مورتګ، عمر ګل، عرفان الدین، ډېګ ټن، چهل او ځېنو نورو بالرانو په یوه پاڼۍ توپ اچونه کې شپږ، شپږ وېکټې اخېستي دي.
دا وېکټې اخېستل هم په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې او هم په سوداګریزو لیګونو کې دغو بالرانو اخېستي دي.
دوی د هغو بالرانو په نوملړکې ځان شامل کړی، چې د شل اوریزو لوبو څېرې بلل کېږي.
د دې سربېره په شل اوریزو لوبو کې هغه بالران هم شته، چې په ۴ او یا هم له دې یې په کمو اورونوکې ۵ وېکټې اخېستي دي او نوملړ کې یې نومونه ثبت کړي دي.
د شل اوریزو لوبو په دې ډول بالرانو کې درې افغان بالران هم شته، راشدخان، سمیع الله شینواری او کریم جنت درې هغه توپ اچوونکي دي، چې پنځه، پنځه وېکټې یې اخیستي دي.
رنګېنا هرات، راشدخان، عمر ګل، ناندا، ملېنګا، وېلجوین، کریم جنت، الیاس سني، سمیع الله شینواری، عماد وسیم، کیمو پال، راوو، عام کلیم، پېرچارډ، وانووا، ټېم سوتي، ډوګلېس، مک لارېن، احسان مالک، نېپيکو، اوډېمبو، مستفض الرحمن، ډېوېډ وېسا، عمران طاهر، سکاټلېنډي ایوانس او ځېنو نورو لوبغاړو پنځه، پنځه وېکټې اخېستي دي.
خو د کریم جنت نوم بیا نهم نمبر لیکل شوی دی، کریم جنت د ۲۰۱۹ م کال د نومبر په ۱۶ مه نېټه د شنبې په ورځ د هندوستان په ایکانا لوبغالي کې د ویسټ انډیز خلاف دوهمه شل اوریزه لوبه کې خپله غوره الراونډري نندارې ته وړاندې کړه.
نوموړي په توپ وهنه کې یې په ۱۸ توپونو د ۵ څلوریزو پرمټ ۲۶ منډې وکړې او ایل بي ډبلیو اوټ شو.
د توپ اچونې په برخه کې یې بیا په ۴ اورونوکې ۱۱ منډې ورکړې او ۵ وېکټې یې تر لاسه کړې.
جنت د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم واخېسته او ځان یې د ریکارډي بالرانو په نوملړ کې ثبت کړ.