کرکیټ بورډ پر افغان لوبغاړي شفیق الله شفق بندیز ولګاوه.

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي د ملي لوبډلي پر غړي شفیق الله شفق د کرکیټ بورډ ادارې، د فساد په وړاندي د مبارزې د قانون څخه د سرغړوني له امله له پرون دوشنبې څخه بیا د کرکیټ بورډ تر وروستۍ پریکړي پوري لوبیز بندیز ولګاوه.
د افغان کرکیټ بورډ له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي شفیق الله شفق د فساد ضد قانون څخه په سرغړونه تورن دئ او کرکیټ بورډ شفق ته ۱۴ ورځي وخت ورکړی، چي لګېدلو تورونو ته ځواب ووايي.
په یاده خبرپاڼه کي لیکل سوي، چي د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو په مهال او دغه راز یوه بله اړوند دوسیه ده، چي پکښي شفیق الله شفق له قانون څخه په سرغړوني تورن سوی.

د افغانستان کرکیټ بورډ لیکلي، چي شفق تورن دئ، چي د افغانستان کرکیټ بورډ د فساد په وړاندي د مبارزې څانګي د لاندي مادو څخه ئې د لوبو په مهال سرغړونه کړې.

((ماده : ۲-۱-۱ : د هر هغه تړون غړی جوړېدل یا هره هڅه چې له مخې یی د لوبې پاېله هرې خواته بدلون بیامومي، پرمختګ پکې راشي، ترسره شي او یا د لوبو په نورو اړخونو کې له وخت برابره شي.
ماده : ۲-۱-۳ : غوښتل، منل، وړاندیز کول او یا د بډې اخیستو منل او یا ورته نور امتیاز ترلاسه کول چې له امله یې له وخت وړاندې د لوبې حالت بدل شي او یا په یوه برخه کې مرسته وکړي، او یا په بله مانا په غیر مناسبه لاره په پاېله کې، پرمختګ ، ترسره کولو کې یې او یا د کورني کرکټ لوبې په بل اړه کې دخیل شي، او یا بډې اخیستل یقیني کړي او یا نور د فساد مشخص هدفونه چې په کورني کرکټ کې راپېښ شي.
ماده : ۲-۱-۴ : په لوی لاس غوښتل، چمتو کول، وړاندیز کول او یا د هڅولو هڅه کول او یا په نړېواله کچه بل ګډونوال ته زمینه برابرول چې له امله پکې له ۲.۱ مادې څخه سرغړونه وشي.
ماده : ۲-۴-۴ : د هغه وړاندیز یا بلنې په اړه په راپور ورکولو کې پاتې راتلل چې له مخې یې له دریو اړخونو یا افرادو لخوا د دوی په خوښه تا ته د لوبې حالت برابرولو کې د دوی د ډلې د غړي کېدو موافقه غوښتل کېږي.
ماده : ۲-۴-۵ : په یوه داسې مورد کې پاتې راتلل یا ترې انکار کول چې د کوم اړین دلیل پرته د فساد ضد څانګې ګمارل شویو مسوولینو ته د فساد کولو هر ډول وړاندیز معلومات شریک کړي، او دغه راز د هرې پېښې بشپړ جزیات، حقیقت یا مسلي توضیحات د کوم محدویت پرته ورکول چي پېښه کې د شریک کس پام ته راځي او یا د فساد ضد څانګې لپاره داسې اسناد په لاس کې لري چې له مخې یی کوم بل کس هم په ورته مواردو چې د فساد ضد څانګې سره سرغړونه کې شمېرل کیږي)).

 

افغان کرکیټ بورډ شفیق الله شفق ته ۱۴ ورځي وخت ورکړی، چي د لګول سوو تورنو په اړه کرکیټ بورډ ته ځواب ووايي.
کرکیټ بورډ وايي، چي د فساد ضد څانګه ئې د اوس لپاره تر وروستۍ پریکړي پوري د شفیق الله شفق د بندیز په اړه نظر نه ورکوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب