مارچ 4, 2021

کرکیټ بورډ: افغان لوبډلي ته اصغر افغان تر ټولو لوبډلمشرانو ګټور ثابت شوی!

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي په یو ورځنیو لوبو کي اصغر افغان د ملي لوبډلي لپاره تر نورو لوبډلمشرانو ګټور تمام سوی او په ګڼو لوبو کي ئې د افغان کرکیټ ټيم لپاره بریاوي ورپه برخه کړي دي.
افغان کرکیټ بورډ نن پنجشنبه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، اصغر افغان د کرکیټ ملي لوبډلي د شپږو لوبډلمشرانو له ډلي هغه لوبډلمشر دئ، چي په یو ورځنیو لوبو کي ئې ډيري لوبي افغانستان لپاره ګټلي.
بورډ لیکلي:

((اصغر افغان د کرکټ ملي لوبډلې د شپږو لوبډلمشرانو له ډلې هغه لوبډلمشر دی چې تر دې مهاله يې د ډېرو ۵۶ نړيوالو يو ورځنيو سياليو لوبډلمشري کړې ده چې له منځه يې د ډېرو لوبو برياوې د افغانستان په نوم ثبت کړي دي.))

د معلوماتو له مخي د افغانستان لپاره تر دې دمه په یو ورځنیو لوبو کي نوروز منګل، کریم صادق، محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، ګلبدین نایب او اصغر افغان لوبډلمشري کړي، خو په شل آوریزه لوبو کي بیا نوروز منګل، محمدنبي، راشدخان او اصغر افغان د لوبډلمشر په توګه پاته سوي.

افغان لوبډلي د نوروزمنګل تر لوبډلمشرۍ لاندي د ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۱۲م پوري ۲۲ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي، چي ۱۲ ئې ګټلي، خو ۱۰ ئې بیا بایللي.
د کریم صادق تر لوبډلمشرۍ لاندي افغان کرکیټ ټيم په ۲۰۱۲م یوه یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه، چي هغه هم افغان لوبډلي وبایلله.
د محمدنبي عیسی خېل تر لوبډلمشرۍ لاندي افغان لوبډلي له ۲۰۱۳م څخه بیا ۲۰۱۵م پوري ۲۸ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي، چي ۱۳ ئې ګټلي او پاته ۱۵ ئې بیا بایللي.
د راشدخان تر لوبډلمشرۍ لاندي افغان ټيم له ۲۰۱۸م څخه بیا ۲۰۱۹م پوري ۴ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي، چي یوه ئې ګټلي، خو پاته درئې بیا بایللي.
د ګلبدین نایب تر لوبډلمشرۍ لاندي افغان لوبډلي ۹ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي، چي ۸ ئې بایللي، خو یوازي يوه ئې ګټلي.
خو د اصغر افغان تر لوبډلمشرۍ لاندي افغان کرکیټ لوبډلي تر دې دمه ۵۶ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي، چي په یادو ۵۶ یو ورځنیو لوبو کي ئې ۳۱ ګټلي، ۲۱ ئې بایللي، یوه مساوي سوې، خو درې لوبي بیا بې پایلي پای ته رسېدلي دي.

هاخوا بیا په شل آوریزه لوبو کي هم تر ټولو لوبډلمشرانو اصغر افغان د ملي لوبډلي لپاره ډېره لوبډلمشري کړې.
هغه د افغان لوبډلي لپاره په ۴۶ لوبو کي لوبډلمشر تیر سوی، چي په یادو لوبو کي افغان ټيم ۳۷ ګټلي، خو ۹ لوبي ئې بیا بایللي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

څېړنې:عبادت د ژور خپګان مخنیوی کوي

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

د څېړنو پر بنسټ، په مذهبي مراسمو کې ګډون کولای شي انسان له ژور خپګان څخه وژغوري. د Journal of Religion and Health يا د دين او سلامتيا مجلې د راپور له مخې، کلونه کېږي ... نور ولولئ