د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شاپور ځدران د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د ۳ کیدونکو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د ګډون څخه بې برخې پاتې دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، شاپور ځدران د متحده عربي اماراتو د ویزې د ستونزې له کبله لا هم د ملي لوبډلې سره نه دی یو ځای شوی په داسې حال کې چې د کرکټ بورډ چارواکي د نندارې لپاره اماراتو ته تللي دي.
خبره دا ده، چې، شاپور ځدران د متحده عربي اماراتو د ویزې د ستونزې سره د لمړي ځل لپاره نه دی مخ شوی؛ بلکې د کلونو راهیسې نوموړی د دغه مشکل سره مخ دی، خو کرکټ بورډ د دغه ستونزې په حلولو کې پاتې راغلی دی.
نږدې یوه میاشت وړاندې په متحده عربي اماراتو کې د انګلستان او اسټرالیا په نمایندګۍ د دوه کلبونو لخوا یوه خیریه سیالي پلان شوې وه، چې پکې شاپور ځدران او نجیب الله ځدران ته د لوبیدو زمینه برابره شوې، په هغې سیالۍ کې هم شاپور ځدران د ویزې د ستونزې له کبله ګډون ونشو کړی.
د ایرلینډ پر وړاندې د ۳ سیالیو لړۍ، چې په اوسني وخت کې د افغانستان لپاره د هرې سیالۍ ګټل حیاتي ارزښت لري او ۲۰ ورځې وړاندې کرکټ بورډ د دواړو لوبډلو ترمنځ د سیالیو رسمي خبر هم خپور کړ، نو ولې د لوبغاړو ویزه کې ستونزه پیدا شي، په داسې حال کې چې تازه د یوې خیریه سیالۍ څخه هم پاتې شوی دی؟
شاپور ځدران ته یوې نږدې سرچینې هم ، کرکټ بورډ د شاپور ځدران د متحده عربي اماراتو د ویزې د دایمي ستونزې په حل تورن کړی دی.
په متحده عربي اماراتو کې یو افغان ډیپلوماټ هم ویلي دي، چې کرکټ بورډ د افغان لوبغاړو د ویزې خبره د یو خصوصي شرکت سره کوي او چې شرکت پاتې راشي او ورباندې ټولې لارې بندې شي، نو کرکټ بورډ بیا سفارت سره په اړیکه کیږي.
چې د کرکټ بورډ نه وپوښتې، چې ولې ویزه ترلاسه نشوه؟ نو ځواب یې دا وي، چې مونږ ډیرې هلې ځلې وکړې، خو د ستونزې له کبله مو ونشو کړی، چې ویزه ترلاسه کړو.
شړق دې را پریوځي په داسې منطق او ستاسې په ځواب.
د سفارت ډیپلوماټانو هم درته حیا خوندي نه کړه او شرم یې درته په مخ در وویشت.
له بلې خوا په ټولنیزه شبکې فیسبوک پاڼه کې د ایرلینډ پر وړاندې د سیالیو ترسره کیدو د نندارې په موخه متحده عربي اماراتو ته د کرکټ بورډ د مشر د سفر لپاره د کرکټ بورډ بودیجې څخه د ۶۰۰۰ زره امریکايي ډالر چیک لیست خپور شوی دی، چې د دومره لکونو پیسو مصرفول د کرکټ بورډ د بودیجې سره ستر خیانت دی، ځکه چې د یو سفر لپاره چې ټول ۵ ورځې دوام کوي څنګه زرګونه مصرف شي، په داسې حال کې چې د یو لوبغاړي د ویزې ستونزه نشې حلولی؟
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ