کرکټ بورډ وايي، تېرو دریو میاشتو کې یې له ۱۰۰ زیاتو شکایتونو ته رسیده‌ګي کړې

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د چارو د لا ښه والي، د لا ډېر شفافیت د رامنځته کولو، ستونزو ته د رسیدګۍ او د ټولو اصولو او قواعدو په سمه توګه عملي کولو په موخه د شکایتونو د اورېدو څانګه رامنځته کړې ده؛ چې له تېر یوه کال راهیسې فعالیت کوي او په ترڅ کې یې د ټولو لوبغاړو، اداري کارکوونکو او د افغانستان کرکټ بورډ ټولو ښکېلو اړخونو ستونزې، شکایتونه او وړاندیزونه اورېدل کیږي او ورته رسیده ګي کېږي. د شکایتونو د اورېدلو څانګه د افغانستان کرکټ بورډ او هغو اړخونو ترمنځ چې ستونزې لري او یا یې حق تلف شوی دی، د یوه پُل په توګه فعالیت کوي. د دې ترڅنګ د خپلو ټولو کارکوونکو او لوبغاړو لپاره د هغوی د ستونزو د اورېدو او ثبتولو په برخه کې د یوه رسمي ادرس په توګه فعالیت کوي، چې د ټولو ښکېلو اړخونو لپاره به ځواب ویونکی وي.

 

اعلامیه کيې راغلې، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د شکایتونو څانګې د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې په تېرو څلورو میاشتو کې د وزیر محمد اکبرخان دریمه، دویمه او لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنیو سیالیو کې شاوخوا له ۱۰۰ څخه د پورته لوبغاړو شکایتونه اورېدلي دي، د هغوی د حق پوښتنه یې کړې او د هغوی ستونزو ته یې د حل لارې پېدا کړې دي. همدا راز یې د مرکز په ګډون په ولایتونو کې د کارکوونکو ستونزې اورېدلي او حل کړې دي.

 

 

اعلامیه کي ویل شوي، دغې څانګې د ولایتونو په کچه بنسټیزې ستونزې هم اورېدلي دي او د حل په موخه یې مسؤلینو د نورو څانګو له استازو سره مختلفو ولایتونو ته سفرونه کړي چې د ستونزو له لیدو وروسته یې د حل لپاره ګامونه پورته کړي چې ښه بېلګه یې د پکتیا ولایت کرکټ لوبغالي ستونزې ته رسیده ګي کېدایشي چې یاده ستونزه د شکایتونو اورېدلو څانګې د غړو په شمول د یو با صلاحیته پلاوي له لوري په هر اړخیز ډول وڅېړل شوه او د حل لپاره یې اړین اقدامات ترسره شول، د یاد لوبغالي لپاره په پام کې نیول شوي تدابیر به پلي کیږي، چې اړینې چارې یې له ټاکل شوې نېټې وړاندې پیل شوې دي. د دې ترڅنګ د شکایتونو اورېدلو څانګې په دې وروستیو کې د ګڼو ملي لوبغاړو ستونزې اورېدلي او د حل په موخه یې له اړوندو اړخونو سره اړین اقدامات ترسره کړي دي.

 

اعلامیه کې دا هم راغلې، چې دغه څانګه په ټولو هغو اړخونو چې په هره کچه وي، غږ کوي که د دوی په حق کې هر ډول جفا شوې وي او یا یې په هر ممکن ډول حق خوړل شوی وي او یا په کرکټ پورې اړوند کوم کس ترې د کوم څه غوښتنه کړې وي، کولای شي چې د اړینو شواهدو په وړاندې کولو سره خپل حق ترلاسه او یا یې په حق کې شوې جفا جبران کړي.

 

ددې ترڅنګ ویل شوي، د افغانستان کرکټ بورډ د شکایتونو اورېدلو څانګه ټولو شکایت کوونکو ته ډاډ ورکوي چې د غوښتنې په صورت کې به یې هویت پټ ساتل کیږي. د افغانستان کرکټ بورډ اداره د شفافیت او روڼتیا په لور مزل کې د خپلو ټولو ښکېلو اړخونو (لوبغاړو، تخنیکي او اداري کارکوونکو او کرکټ پورې اړوندو وګړو) مرستې ته اړتیا لري.

 

همدرانګه لیکل شوي، چې دغه څانګه د شکایتونو د ترلاسه کولو لپاره بیلابیلې لارې کاروي چې د هر یو کارول اسانه دي، یادې لارې په بشپړه توګه محرمیت ساتي او د شکایت کوونکي لپاره لګښت نه لري.

 

د اعلامیې په وروستیو کې راغلې، چې شکایت کوونکي کولی شي د ټیلیفون شمېرې، د وټس اپ اکاونټ، په لیکلې بڼه، د بریښنالیک، د شکایاتو صندوقونو او له شواهدو سره د افغانستان کرکټ بورډ ته د راتګ له لارې خپل شکایتونه له یادې څانګې سره شریک کړي.

د وټسپ او اړیکې شمېره: ۰۰۹۳۷۲۹‍۱۲۸۳۱۶

بریښنا لیک (Complaint@afghancricket.af)