مارچ 8, 2021

کرکټ بورډ له خوا د تیزو بالرانو لټون؛ کابل کې له ۶۵۰ تنو ازموینه واخیستل شوه

Advertisements

غازی عابد
دغه ازموينه چې تېره ورځ ترسره شوه نېږدې۶۵۰ کسانو په کې برخه اخیستې وه.
افغان کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي؛ د چټکو توپ اچونکو ازموينه چې نېږدې د کرکټ اړوند په ټولو زونونو کې واخستل شوه چارې يې د غوراوي کميټې او لوبې پرمختیايي څانګې لخوا پرمخ وړل کېږي.
وړمه ورځ په بندامیر زون کې هم له ۳۰۰ ځوانانو ازموینه اخیستل شوې.
په تیره جون میاشت کې افغان لوبډله د هند له کرکټ لوبډلې سره په یوه تاریخي ټیسټ لوبه کې مخ او ترې یې ستره ماته وخوړه، چې ډیر لامل یې د سپین توپ اچوونکو لپاره د ګریس نه برابروالی او د باتجربه تېزو بالرانو نشتون یاد شوی، له همدې لوبې وروسته د چټکو توپ اچوونکو اړتیا لا ډیره محسوس شوه.

کرکټ پوهانو او مینوالو له وړاندې په افغان لوبډله کې د چټکو توپ اچوونکو پر کموالي نیوکې کولې، خو له وروستیو پرلپسې ازموینو او هڅو ښکاري چې کرکټ بورډ دا تشه درک کړې او اوس یې د حل په لټه کې دي.
یوه بله نیوکه چې پر کرکټ بورډ کیږي، دا ده چې ډیر تېز توپ اچوونکي لوبغاړي لیدل شوي، خو وخت او روزنه نه ده ورکړل شوې چې اوس یې د کرکټ ملي لوبډلې د چټک بالینګ تشه ډکه کړې وای.
همدراز د نړۍ ټولې لوبډلې هڅه کوي چې ګڼ چټک، ورو او نیمه چټک توپ اچوونکي لوبغاړي ولري، ځکه د هیوادونو لوبغالي سره فرق کوي او باید د هر لوبغالي مطابق بالران انتخاب شي.
باید وویل شي چې افغان لوبډلې په لومړیو کې د تېزې توپ اچوونې تشه حمید حسن او شاپور ځدران ډکه کړې وه، چې وروسته یې باید دولت ځدران هم ملګری شو، خو د حمید حسن له ټپي کیدو وروسته بیا په نورو چټکو توپ اچوونکو څه چې اړتیا وه، کار نه دی شوی.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ