کرکټ: افغانستان لیست A لوبې پيل شوې؛ نن لمړۍ لوبه ده

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د زونونو په کچه د غازي امان الله خان پنځوس اوریزې لیست A لوبې سبا په کابل او خوست ولایتونو کې پیلیږي.
افغان کرکټ بورډ وايي، د غازي امان الله خان په نامه یادې لوبې به ۱۸ ورځې دوام وکړي. ددغو لوبو وروستۍ ۸ لوبې به په ژوندۍ بڼه په یک ټلویزیون هم خپرې شي.
په یادو سیالیو کې ملي لوبغاړي هم لوبیږي، جاوید احمدي د امو زون، حشمت الله شهیدي د بند امیر زون، نجیب ځدران د بوست زون، اصغر ستانکزی د کابل زون، ګلبدین نایب د مس عینک زون او شهزاد محمدي د سپین غر زون لوبډلمشران دي.

بشپړ جدول

دا دویم ځل دی چی د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د غازي امان الله خان لیست A پنځوس اوریزې لوبې ترسره کیږي، چی یادې لوبې د کورني کرکټ په چوکاټ کې له مهمو سیالیو څخه شمیرل کیږي.
کرکټ بورډ څو شیبې وړاندې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې لومړۍ لوبه د امو او کابل زونونو ترمنځ پیل شوې او پچه د امو لوبډ‌لې ګټلې.

خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ