د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب موقت دی او غځول یې هڅې غواړي

د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ته په دې وروستیو کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا بشپړ غړیتوب ورکړل شو، چې د کرکټ د لمړۍ درجې ۱۰ لوبډلو شمیر ۱۲ ته ورسید.
خو خبره دا ده، چې دا بشپړ غړیتوب څه ډول او د څومره وخت لپاره افغاستان ته ورکړل شوی دی ؟
د افغانستان او ایرلینډ دواړو کرکټ ملي لوبډلو ته د کرکټ نړیوالې شورا لخوا پوره غړیتوب یوازې په موقت ډول یعنې د ۳ کلونو لپاره ورکړل شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د غړیتوب د غزولو لپاره ځینې شرایط لري، چې باید یې یو کرکټ بورډ پوره کړي، تر څو د راتلونکي وخت لپاره یې بشپړ غړیتوب وغزول شي.
دا شرایط ځینې په دې توګه دي:
۱ – هغه هېواد کې باید ۵ یا ۶ د کرکټ نړیوالو معیارونو سره سم میدانونه موجود وي.
۲ – په هغه هېوا د کې باید معیاري روزنځایونه موجود اوسي.
۳ – د هغه هېواد کورنی یا ډومیسټیک کرکټ باید ډیر پیاوړی اوسي او د ملي لوبډلې کلاتړی او مرستندویه وي.
۴ – د کرکټ داخلي سټرکچر او جوړښت باید جوړ اوسي.
۵ – هغه هېواد باید د ښځینه وو د کرکټ لوبډله ولري.
۶ – په لوبو کې د هغه هېواد لوبډلې کار کردګۍ ته کتل کیږي.
۷ او داسې نور…
ایا افغانستان به د کرکټ نړیوالې شورا لخوا دغه ترلاسه کړی غړیتوب وساتل شي ؟
په داسې حال کې، چې افغانستان کې لا تر اوسه د کرکټ نړیوال معیار سره هیڅ یو کرکټ لوبغالی شتون نه لري، د معیاري روزنځایونو هم څرک نه لګي پرته له یوې یا دوه څخه، د کرکټ د ښځینه لوبډلې جوړیدل خو بلا ستونزمن دي، یوازې د افغان لوبډلې د ښې کارکردګۍ شاهدان یوو او کورنی کرکټ مو پیاوړی دی او دا په نویو ځوانانو کې د کرکټ لیونۍ مینه او جذبه ده، چې دومره لوبغاړي په کم وخت کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه را پیدا شول.
او بله لا دا، چې اوس د دې ۳ کلن بشپړ غړیتوب په دوران کې باید مونږ ډیرې زیاتې سیالۍ ترسره کړو او پکې بریاوې خپلې کړو، تر څو د کرکټ نړیوالې شورا ته نور قناعت هم ورکړو، چې مونږ کولی شو، چې له دې غړیتوب څخه ساتنه وکړو، خو دلته هم خبره ګډه وډه ده، ځکه چې مونږ لا د کرکټ نړیوالې شورا د FTP یا سیالیو د راتلونکې پروګرام کې نه یو شامل، ځکه هغه پروګرام په ۲۰۱۵ م کال کې جوړ شوی دی او د ۴ کلونو لپاره پکې د لوبډلو مهالویش جوړ شوی دی او تر ۲۰۱۹ م کال مونږ د کرکټ نړیوالې شورا سره د لومړۍ درجې د لوبډلو په مهالویش کې نه یو شامل.
څه باید وشي ؟
کرکټ بورډ ته پکار ده، چې په ۲۰۱۸ م کال کې حد اقل د لمړۍ درجې د ۵ هېوادونو د کرکټ بورډونو سره هوکړې ته ورسیږي او د لوبډلې لپاره سیالۍ برابرې کړې، تر څو افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب له لاسه ورنه کړي او ویې ساتلی شو.

له دغو لارو چارو ګټه واخلئ او مه پرېږدئ چې مقابل لوری درته دروغ ووايي!

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

څېړونکي وايي چې شاوخوا ۶۰ سلنه خلک کابو لس دقیقې هم له دروغ ویلو پرته نه شي تېرولای. نو د دغو شمېرو له مخې کولای شو ووايو چې زموږ د شاوخوا خلک د ورځې په ... نور ولولئ