ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان کريکټ ملي لوبډله چي د بنګلديش سره د ټيسټ او شل اووريزي لوبي لري نن د دوبۍ په لور وخوځيده.
ملي لوبډله به سبا خپل تمرينات پيل کړي، او تر ۷ ورځو تمريناتي کمپ ورسته د رواني مياشتي په ۳۰مه نيټه به بنګلديش ته سفر وکړي.
تر سفر وړاندي د کريکټ بورډ عمومي رئيس فرهان يوسفزي د ملي لوبغاړو سره ناسته وکړه،د نظم، هماهنګۍ او ښې لوبي کولو تاکيد وکړ.
همدارنګه د غوراوي کميټې مشر او د بنګلدیش په وړاندي لوبو کي د ملي لوبډلي روزونکي انډي مولز لوبغاړو ته وويل چي يوازي سخت تمرينات او خوارئ به مو بريا ته رسوي.
لوبډلمشر راشدخان، هغو لوبغاړو ته د لوبو چانس ورکول سوی مبارکي ورکړه او زياته یې کړه چي موږ به د يوې کورنۍ په څير سره يوځای يوو او په خپل وس او توان به لوبي کوي او يوه ښه پايله به لاسته راوړي.
افغان کريکټ ملي لوبډله د بنګلدیش سره يوازنۍ ټیسټ لوبه د سپټمبر مياشتي په ۵مه پيلوي چي تر ۹مي نيټې پوري به دوام وکړي او همدارنګه د زیمابوې او بنګلديش سره د ۳ اړخيزه شل اووريزو لوبو لړۍ د همدې مياشتي په ۱۳مه پيلوي چي تر ۲۴مي نيټې به دوام وکړي.