ليکنه: مدثر دعوت
نن سبا د اصغر يوځل بيا لوبډلمشر کيدل د ټولنيزو رسنيو تر ټولو توده موضوع ده.
تر ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام وړاندي د اصغر ليري کيدل هم همداسي توده موضوع وه،خو د ۹ لوبو سر په سر بايلل دې ته موقع برابره کړه چي د کريکټ په لوبډلمشرۍ کي بيرته تغير راسي، ګلبدين نائب ليري او پرځای يې راشدخان د ۳ واړه فارمټونو لوبډلمشر وټاکل سو او ورسره د کريکټ بورډ په رهبرۍ کي ژور تغيرات راغله،د عزيزالله فضلي پرځای فرهان يوسفزی د کريکټ بورډ عمومي رئيس وټاکل سو،چي د ولسمشر دا پريکړه ځکه د کريکټ مينوالو وغندله چي ددوی په باور يوسفزي د کريکټ په الف او ب مالومات نه درلوده او نه هم پوهيږي.
د راشد راتګ ته تر ډيره ښه راغلاست وويل سو، ګلبدين نائب ورته مبارکي وويله او افغانانو يې پر وړتيا باور درلودی .
کله چي اصغر يوځل بيا لوبډلمشر وټاکل سو، بيا د کريکټ موضوع د خبرونو سرټکی او د ټولنيزو رسنيو تر ټولو ګرمه موضوع تشکيلوي.
څوک يې راتګ ته خوشاله دي خو ځينو بيا دا پريکړه سخته غندلې،غيري مسلکي او د بې اتفاقۍ سرچينه يې وبلله.
خو دا موضوع شايد ژر تر ژره زړه سي ځکه د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان خبر ورکول سوی.
افغانان له پخوا دا عادت لري چي نوي څه پيښيږي زاړه هيروي، مهمه نه ده چي په ګټه يې وي يا په زيان.
که چيري د ټاکنو پايلي اعلانيږي دا به نوې موضوع وي او کريکټ به هير سي،نه به د اصغر، نه ګلبدين او نه به هم د کريکټ د راتلونکي او تير په اړه خبري کيږي.
داسي انګيرل کيږي چي د کريکټ بورډ ادارې تر ډيرو مشورو او نظريو وروسته د موقع سره سم پريکړه کړې وي.
نړيواله مقعوله ده چي پر بې حافظې ملت بيا بيا تاريخونه تکراريږي!.