اپریل 19, 2021

کرونا زرګونه کمکۍ نجونې اجباري ودونو ته اړ کړې

د ماشومانو د ملاتړ يوه بنسټ ويلي دي چې د کرونا لړ کې د سوېل ختیځې اسیا او ارام اقیانوس کې زرګونه نجونې اجباري ودونو ته اړ ایستل شوې دي.

له ګارډين ورځپاڼې څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د اسیا په سويل ختيځ او ارام اقیانوس کې زرګونه کمکۍ نجونې چې د کورنيو پر اوږو اقتصادي بار ګڼل کېدې، دې ته اړ شوې دي چې د خپل مور او پلار په خوښه په کم عمر کې واده وکړي.

دا راپور د Plan International Australia سازمان له خوا وړاندې شوی دی.

د دغې څېړنې د لیکونکو د وينا پر بنسټ، په ټولیز ډول له ماشومانو سره واده یو لامل لري، او هغه دا چې ډېری کورنۍ فکر کوي د نجونو د خوړو او پالنې لپاره لپاره ډېرو پيسو ته اړتیا ده، نو له همدې امله د COVID19 په څېر په يوې کړکېچنې دورې کې چې ټولو خلکو ته یې ډېر اقتصادي زیانونه رسولي دي د ماشومانو واده ډېر اسانه دی.

له ماشومانو څخه د ملاتړ بنسټ سیف د چلډرن، زیاته کړې چې په ۲۰۲۰کال کې د کمکیو نجونو د ودونو شمېر د کرونا وبا له امله لوړ شوی دی.

د دغه سازمان په وینا، يواځې د اسیا په سويل ختيځ او ارام اقیانوس کې نږدې ۲۵۰ زره کمکۍ نجونې اجباري ودونو ته اړ شوې دي.

ویل کېږي چې ډېرو خلکو د خپلو کمکیو لورګانو د ساتنې او پالنې پیسې نه درلودې نو له همدې امله یې هغوی ودونو ته اړ کړې دي: «ډېری مور او پلار پر دې باور دي چې له دې لارې کولای شي خپلې لورګانې له محرومیت او لوږې څخه وژغوري او همدارنګه د هغوی په وړاندې د کېدونکي تاوتریخوالي مخه ونیسي، ځکه چې واده شوې ښځې ډېری په کور کې اوسېږي.»

د کارپوهانو په وینا دا په داسې حال کې ده چې، اجباري واده خپله يو ډول تاوتریخوالی دی.

له واده څخه وروسته دغه ماشومان، لویې ښځې شمېرل کېږي، د هغوی زدکړې نیمګړې پاتې کېږي او نجونې اړ کېږي چې د کورنۍ مسولیتونو ته اوږه ورکړي او د ماشومانو پالنه وکړي.

د Plan International Australia سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۰ کال په لومړي سر کې په اندونيزيا کې له ماشومانو سره د واده وړانديزونه د ۲۰۱۲ کال په پرتله دونیم برابره ډېر شوي دي.