مارچ 8, 2021

کرونا؛ په هیواد کي د ویروس اصلي شمېر تر رسمي هغې لوړ دی

Advertisements

خبریال: فضل الله فضلي
د عامي روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر وحید مجروح رسنیو ته وویل چي په هیواد کي د کرونا وبا اصلي شمېر تر رسمي شمېر لوړ دئ.
د رسمي شمېر له مخي په کرونا ویروس ککړ خلګ معاینات کوي او او پایله یې د عامي روغتیا وزار سره ثبتیږي، خو ډېر خلګ په کرونا وبا اخته دي، خو معاینات نه کوي.
په هیواد کي د کرونا ویروس رسمي ثبت سوي پېښي تر ۲۰ زرو اوښتي او ۲۰۹۱۷ ته رسېدلي دي.
تېره ورځ د مړینو تر ټولو لوړ شمېر ثبت سو، چي ۳۰ تنه د کرونا وبا له امله مړه سول.

نن ورځ هم ۵۷۵ مثبتي پېښي ثبت سوي، ۳۲۹ تنه روغ سوي، خو ۱۲ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
د نن په ثبت سوو پېښو کي کابل ۱۹۳، هرات ۱۵۱، کندهار ۳۹، پکتیا ۷، ننګرهار ۲۳، بادغیس ۱۳، تخار ۵، لوګر ۲۲، نیمروز ۱۰، وردک ۷، پروان ۱۳، لغمان ۳، هلمند ۳۹، کنړ ۲۶، غور ۱۰، زابل ۸، دایکندي ۱ او نورستان کي بیا ۵ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
کابل کي ننۍ پېښي په روانو دوو اونیو کي لږ بلل کیږي.
اوس مهال د ثبت سوو، شمېرو له مخي چي ۱۸ زره ۳۷۷ تنه په ویروس لړلي دي.
پدې سره په هیواد کي د کرونا ویروس له امله د مړو سوو کسانو شمېر ۳۶۹ تنو ته ورسېدئ، ۲۱۷۱ تنه ناروغان بیا له ویروسه روغ سوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ