فبروري 28, 2021

کرونا؛ هیواد کي یې د اخته کسانو شمېر ۱۴۶۳ تنو ته ورسېد!

د افغانستان عامي روغتیا وزارت وايي، چي په هیواد کي تیرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس تازه ۱۳۳ مثبتي پيښي ثبت سوې.
د عامي روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي، تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۳۳ مثبتي پيښي ثبت سوي، چي په دې سره هیواد کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۶۳ تنو ته ورسېد.
د مایار په خبره، تیرو ۲۴ ساعتونو کي هیواد کي له دې ویروسه ۴ تنه مړه سوي هم دي، چي په دې سره د مړو شمېر ۴۷ تنو ته ورسېد.
په ټوله نړۍ کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۲۸۳۱۹۱۵ ته رسېدلی دی. له دې ډلې ۱۹۷۳۱۸ کسه تر دې دمه مړه شوي دي او ۸۰۷۰۳۷ کسه بېرته ترې جوړ شوي دي.
په امریکا کې د کرونا وبا له امله د مړیو شوو کسانو شمېر تر ۵۲ زره کسانو واوښت. د وروستیو راپورونو له مخې تر اوسه په امریکا کې کرونا ویروس ۵۲۱۹۲ کسان مړه کړي دي. همدا راز په دغه هېواد کې د اخته کسانو شمېر ۹۲۵۲۳۲ ته رسېدلی دی.
هسپانیا تر امریکا وروسته د مثبتو پېښو له اړخه دویم ځای لري. په دغه هېواد کې ۲۱۹۷۶۴ کسه په کرونا اخته شوي او له دې ډلې ۲۲۵۲۴کسه مړه شوي دي.
ایټالیا کې د مړو شوو شمېر ۲۵۹۶۹ ته رسېدلی دی. فرانسه کې ۲۲۵۴۲، برېتانیا کې ۱۹۵۰۶، ترکیه کې ۲۶۰۰، جرمني کې ۵۷۶۰ او ایران کې ۵۵۷۴ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي