کرونا؛ د نړۍ تر ټولو شتمن سړي ۲۴ میلیارده ډالره ګټلي!

که څه هم کرونا ویروس دې وروستیو میاشتو کي ټوله نړۍ د اقتصاد له پلوه سخته ځپلې، خو د آمازون شرکت مشر جیف بیزوس د ۲۰۲۰م له پيل راهیسي ۲۴ میلیارده ډالره ګټلي.
له کله چي کرونا ویروس ټوله نړۍ کي خپور سو، نو د ټولو هیوادونو چارواکو خپلو خلګو ته کورونو کي د پاته کېدو امر وکړ.
په همدې موخه خلګ دې ته مجبور شوي، چي په انلاین ډول سوداګري وکړي. نو آمازون شرکت یو له هغه شرکتونو دئ، چي په نړیواله سطحه په انلاین ډول پکښي خلګ سوداګري کوي.
د بلومبرګ ملیاردونو ګراف له مخي دې ورځو کي د آمازون شرکت څخه ګټه اخیستل خورا بازار جوړ کړی او په همدې موخه د دې شرکت مشر ۲۴ میلیارده ډالره ګټلي.

د یاد ګراف د معلوماتو له مخي په دې سره د آمازون شرکت مالک جیف بیزوس خپله پانګه ۱۳۸ میلیارده ډالرو ته وروسوله، چي په دې سره د درېیم ځلي لپاره د نړۍ تر ټولو شتمن سړی شو.
هغه تيرو دوو کلنو کي هم د نړۍ تر ټولو شتمن سړی وو.
راپورونه وايي، چي آمازون شرکت خلګو ته د ځواب ویلو په موخه زرګونه نوي کارکوونکي  هم په کار ګمارلي دي.
۵۶ کلن جیف بیزوس د امریکا هیواد دئ، چي د سوداګرۍ دنده لري او د کمپيوټر ساینس په برخه کي ئې لوړي زده کړي کړي.
په ۲۰۱۹ کال د نړۍ تر ټولو شتمن وګړي.
۱ـ جیف بیزوس
۲ـ بیل ګیتس
۳ـ وارن بافت
۴ـ برنار آرنو
۵ـ کارلوس اسلیم
۶ـ آمانسیو اورتګا
۷ـ لري الیسون
۸ـ مارک زاکر برګ
۹ـ مایکل بلومبرګ
۱۰ـ لري پيج

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ