مارچ 3, 2021

کرونا؛ د رزمي سیالیو نوموتی لوبغاړی ویلي اوت مسلمان شوـ ویډیو

د ازادي مبارزې نامتو لوبغاړی ویلي اوت په رسمي ډول منلې، چي اسلام مقدس دین یې قبول کړی.
ویلي اوت، چي جرمنی دی او په بیلابیلو رزمي سیالیو کي ئې لوبي ترسره کړي، وايي، کرونا ویروس راته دا موقع برابره کړه، چي اسلام مبارک دین قبول کړي.
هغه خپل پر انسټاګرام باندي ویډیو خپره کړې او په کې یې کلیمه ویلي او خپل مسلمانیدل یې اعلان کړي.
ویلي اوټ په دې ویډیو پیغام کې زیاته کړې:
”د کرونا ویروس ماته دا موقع برابره کړه، چي خپل اصلي دین پیداکړم، اسلام کلونه مخکې ما انتخاب کړی و، خو هغه وخت مي ځان په کارونو مشغولاوه او ځانته مې تیر ایسته. اوس مي په دې حساسو شرایطو کي اسلام مبارک دین قبول کړ“
ویلي اوت د دې ترڅنګ وویل:
” زما باور اوس قوي دی. زه یوازینی خدای ج پیژنم، شهادت ورکوم او په ویاړ سره وایم چې زه مسلمان یم. “

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي