Advertisements
کلتور او هنر

کرشما کپور د سلمان خان سره پر خپلو پخوانیو اړېکو خبرې کړي

د تیر وخت مشهورې او ښکلې فلمي ستورې کرشما کپور د باليوډ د سلطان او دبنګ خان سره د خپلو پخوانیو اړېکو په تړاوو له ځينو رازونو پرده پورته کړه.

نوموړي هندي رسنیو ته د خپل او سلمان خان د اړېکو په تړاوو ویلي دي چې ګنې سلمان خان له دې سره څه ډول اړېکې لرلې.

کرشما کپور دغه راز په خپلو خبرو کې د خپلې خور کرینه کپور په تړاوو هم غږېدلي ده او په دې یې هم خبرې کړي دي چې اوسني ژوند یې څه ډول دی.

کرشمه کپور او کرینه کپور د بالیوډ یا هندي سینما مشهوري فلمي ستوري دي، که څه هم اوس ډېر وخت په فلمونو کې نه ښکاره کيږي. خو د کرشما کپور په پرتله اوس هم کشره خور یې ډېره په فلمونو کې راځي.

سلمان خان او کرینا کپور

کرشما کپور تازه تازه په فلمي نړۍ کې د سلمان خان سره په خپلو اړېکو خبرې کړي چې ګنې سلمان خان له دې سره تر نورو ښې اړېکې لرلې.

سلمان خان او کرشما کپور د ۱۹ پېړۍ تر ټولو ښه او کامیابه جوړه بلل کېده او په فلمي نړۍ کې ډېر کامیاب فلمونه هم شته.

انداز اپنا اپنا، بیوی نمبر ون، جیت او جړوا هغه فلمونو دي چې کرشمي له سلمان خان سره پکې جوړه کار کړی او د وخت کامیاب فلمونه هم وه.

د دې سربېره دبنګ خان د کرشما کپور له کشرې خور کرینه کپور سره هم په ډېرو فلمونو
کې کار کړی چې له ډلې بجرنګې بهائی جان او باډي ګارډ فلمونو دي.

خو کرشما کپور اوس ویلي چې دا نسبت خپلې خور کرینا کپور ته سلمان خان ته ډېره نږدې وه او ښه اړېکې یې ورسره لرلې.

د هندۍ رسنیو د رپوټ له مخې کرشمه کپور په یوه ټلویزیوني پروګرام کې ویلي چې یې له سلمان خان سره ډېر ښه وخت تېر کړی او وایي چې تر منځ یې پخوانۍ، اوږدې او دوستانه اړېکو شتون درلوده.

نوموړې ویلي چې سلمان خان سره یې اړيکې ډېرې ښې وي سره له دې چې کرینا کپور لا تر هم ورته ماشومه معلومیږي او د کشرې خور په نظر ورته ګوري.

د په راتلوونکي په فلمونو کې د کار کولو په تړاوو هم کرشمه کپور خبرې کړي دي او زیاته کړې یې ده چې که په تیر کې د (بیوی نمبر ون) په فلم کې کار کړی، خو زیاتوي که اوس څوک وغواړي چې (ممی نمبر ون) فلم جوړ کړي، نو تیاره ده چې برخه پکې واخلي، ځکه چې په خبره یې په اوس کې له خپلو ماشومانو سره زیاته مینه لري او تر هر څه ورته خپل ماشومان ډېر مهم دي.

هغه وایي غواړي د مور د مینې په تړاوو هم خلکو ته ډیر څه وښيي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی