اپریل 19, 2021

کرزی: که بله لاره نه وي، د موقت حکومت جوړېدو تګلاره هم سمه ده

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د سولې فرصت باید ضایع نشي، ټول اړخونه دې نرمښت وښيي.

حامد کرزي زیاته کړې، ټول اړخونه دې د سولې لپاره نرمښت وښيي او رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د مسکو غونډې په درشل کې په خپله مرکه کې ویلي چې که بله لار نه وي د سولې او یووالي لپاره د موقت حکومت له طرحې هم ملاتړ کوي.

د هغه په خبره د دې جدي اړتیا ده چې افغان جګړه نوره ختمه کړل شي، نو که طالبان نه غواړي چې له دې حکومت سره یو ځای شي باید داسې یو حکومت جوړ شي چې دغه ډله هم پکې وي او ژر تر ژره جګړې ختمې کړل شي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، له دې ملاتړ یې موخه د ولسواکۍ پر وړاندې درېدل نه دي، بلکې د افغانستان د خلکو یووالی او د سولې راتګ دی.

هغه د ولسمشر غني په ګډون له ټولو اړخونو غوښتي چې د سولې لپاره نرمښت وښيي او نړیوالو هڅو ته په کتو دې د افغان سولې فرصت نه ضایع کوي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې څه موده وړاندې افغان حکومت، طالبانو، سیاسیونو، چین پاکستان او امریکا ته بلنه ورکړه ترڅو په مسکو کې د افغان سولې په اړه په جوړېدونکي کنفرانس کې برخه واخلي.

له افغان حکومت د عبدالله عبدالله په مشرۍ پلاوی چې ګڼ سیاسي شخصیتونه هم په کې شامل دي روسیې ته لاړل.

په دې پلاوي کې د ولسمشر پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، د ښځو په استازیتوب حبیبه سرابي، د ولسي جرګې ريیس او د مشرانو جرګې مرستیال هم شامل دي.

په دې غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلې مرستیال او د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر کوي خو له افغانستانه نن (چهارشنبه) د مصالحې د ملي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته روانیږي.

په ورته وخت کې تېره ورځ ولسمشرغني هم یادو کنفرانسونو او د امریکا له لورې د نوې وړاندې شوې طرحې په اړه وویل، اوس هم حاضر دی چې په هر وخت کې له طالبانو سره ټاکنې وکړي، هغه ټینګار وکړ چې له ټاکنو پرته بل ځای ناستې ته واک نه پرېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې جالینا پورټر یوې خبري غونډې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، د مسکو د پنجشنبې د ورځې کنفرانس «په دوحه کې د نورو روانو خبرو متبادل کېدای نه شي.»

ټاکل شوې ده چې د مسکو له کنفرانس وروسته د ترکیې په انقره کې د افغانانو ترمنځ یوه بله لا مهمه غونډه جوړه شي.

د انقرې غونډه د امریکا په غوښتنه کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ترکیې غوښتي چې په افغانستان کې د یوه لنډمهال حکومت د جوړېدو لپاره د غونډې کوربه توب وکړي خو طالبانو ویلي چې تجربو ښودلې چې لنډمهالي حکومتونه ناکام دي او ولسمشر غني ویلي چې یوازې د انتخاباتو له لارې واک پرېږدي.