کای آیډه: په روان چلند طا لبان نه، بلکې عام وګړي زیانمنېږي

نړیواله ټولنه په روان چلند طالبان نه، بلکې د افغانستان خلکو ته جزا ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه په تازه مرکه کې پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي.

د ده په خبره که نړیوال دا چاره ترسره نه کړي، نو د طا لبانو پر ځای به یې افغانانو ته جزا ورکړي وي.

هغه زیاتوي د نړیوالو فشارونو او اقتصادي بندیزونو زیان تر ډېره عامو افغانانو ته رسېږي، نو ځکه نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې له نوي حکومت سره د تعامل پروسه چټکه کړي.

هغه زیاتوي څومره چې تعاملات ډېرېږي، دومره د دواړو لورو ترمنځ تفهیم او مذاکراتو ته لار برابرېږي او دواړه لوري کولی شي د یو بل خبرې واوري.

کای آیډه وايي افغانستان پراخو بشري او اقتصادي مرستو ته اړتیا لري او دا کار له نوي حکومت سره له تعامل پرته ممکن نه دی.

په ورته وخت کې د کډوالو نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د جګړو او وچکالۍ له امله شاوخوا ۳،۵ میلیونه افغانان له خپلو مېنو بېځایه شوي، چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دغه ادارې په وینا دمګړی په افغانستان کې د کډوالۍ، جګړو او وچکالۍ له امله رامنځ ته شوی بشري ناورین د پراختیا په حال کې دی او د نړیوالې ټولنې پراخو او هر اړخیزو مرستو ته اړتیا ده.

د یادې ادارې ویاند بابر بلوچ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې لوږه په دغه هېواد کې بې مخینې کچې ته رسېدلې ده.

هغه زیاتوي چې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي او نه میلیونه بیا داسې دي چې همدا اوس سخته قحطي تجربه کوي.

د کډوالۍ نړیواله اداره له افغانانو سره د بشردوستانه مرستو د پراختیا غوښتونکې ده.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله