کاناډایي روېندرپال سېنګ په شل اوریزو لوبو کې نوی ریکارډ جوړ کړ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: سميع الله درانی
روېندر پال سېنګ چې په خټه هندوستانی دی، په کاناډا کې یې په خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه کې، چې د پیل لوبه یې وه، ریکارډ جوړ کړ، هغه په ۴۸ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې او په دې ډول یې د یو نوي لوبغاړي په توګه د نوي ریکارډ بنسټ کېښود.
هغه په دغه ریکارډ سره د اسټرالیایي ریکي پونټېنګ ریکارډ مات کړ او د جدول سر کې یې لومړی مقام قایم کړ.
پال سېنګ د کرکټ نړیوالې شورا د نارینه شل اوریزو غوراوي سیالیو په لړکې د کېمان جزیرې یا اېزلېنډ خلاف لوبه کې لس سترې شپږیزې او ۶ څلوریزې ووهلې او په ۴۷ توپونو یې سلیزه پوره کړه.
دی په منځنۍ برخه کې توپ وهنې ته راښکته شو او دا کارنامه یې وکړه.
له دې وړاندې په ۲۰۱۲ م کال کې رو وېنډو ګوناسېکارا لومړی کاناډایي و، چې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې یې په شل اوریزه لوبه کې لوړې منډې کړې وې، ده ۹۵ منډې کړې وې؛ خو اوس روېندر پال سېنګ دا ریکارډ مات کړ او د نړۍ په کچه لومړی توپ وهونکی شو، چې په خپله لومړۍ شل اوریزه یا د پیل لوبه کې سلیزه وهي.
روېندرپال سېنګ په نارینه او ښځینه توپ وهونکو کې لومړی نمبر شو، چې دومره منډې جوړوي.
highest individual scores on debut in t20i cricket men women86682906633729758756 کاناډایي روېندرپال سېنګ په شل اوریزو لوبو کې نوی ریکارډ جوړ کړ
د هغو لوبغاړو نوملړ چې په خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه کې یې زیاتې منډې کړي
لومړی کاناډایي روېندرپال سېنګ ۲۰۱۹ کال کې ۱۰۱ منډې، دوهم بیا ریکي پونټېنګ ۲۰۰۵ م کال کې یې د نیوزیلېنډ خلاف ۹۸ ناسوځېدلې منډې کړې وې، دریم ښځينه اسټرالیایي توپ وهونکې کارین رولټن ده، ۲۰۰۵ کال کې یې د انګلستان ښځینه لوبډلې پر وړاندې ۹۶ ناسوځېدلې منډې کړې وې، څلورم ویسټ انډیزۍ ښځينه لوبغاړې ټېلر ده، هغې د ایرلېنډ ښځینه لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۰۸ کال کې ۹۰ منډې کړې وې.
پنځم بیا ډېوېډر وارنر دی، هغه په ۲۰۰۹ م کال کې د افریقا خلاف ۸۹ منډې کړې وې.
هارشل پټېل د کاناډا لپاره د ایرلېنډ خلاف په ۲۰۱۰ م کال کې ۸۸ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
د نېدرلېنډ ښځینه لوبغاړې کېلېس د عربي متحده اماراتو لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۱۸ م کال کې ۸۸ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
عدنان ادریس د کوېټ لوبډلې لپاره په قطر ۷۹ منډې کړې وې، البته ۲۰۱۹ م کال کې.
ریلي روسوو د سویلي افریقا لپاره په ۲۰۱۴ م کال کې په اسټرالیا په خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ۷۸ مندې کړې وې.
او انګلستاني ډېوېډملن په ۲۰۱۷ م کال کې د سویلي افریقا پر وړاندې ۷۸ منډې کړې وې.