سپورټ نړیوال کرکټ

کامران اکمل د ډهوني او ګیل کریسټ ریکارډ مات کړ.

لیکنه:بهار سمسور

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني پیلیز لوبغاړي ویکټ ساتونکي کمران اکمل په پاکستان کورنیو لوبو قید اعظم ټراپي کې د لومړۍ درجه فرسټ کلاس لوبو ۳۱ سلیزه جوړه کړه او په دې توګه یې مخکښ لوبغاړي شاته پرېښودل.

په دې لوبه کې سنټرل پنجاب ۳۶۹ منډې په لومړۍ ورځ جوړې کړې،چې پکې اکمل سلیزه پوره کړه.نوموړي په دغه لوبه کې ۱۵۷ منډې جوړې کړې،چې پکې ۱۲ څلوریزې او هم څلور شپږیزې شاملې وې.په دې توګه اکمل د دوني، ګیل کرېسټ، لیس امېس،جیم پارک،کشل سېلوا،ریکارډ مات کړ او لومړی ویکټ ساتونکی توپ وهونکی حساب شو،چې په کورنیو لومړۍ درجه لوبو کې ۳۱، سلیزې جوړوي.

نومړي بار بار له ټاکونکي ډلګۍ غوښتي،څو په لوبډله کې ورته د لوبیدو چانس ورکړي،خو کلونه کیږي چې له نړیوال کریکټ ځینې محروم دی،اما اوس چې مصباح الحق د پاکستانۍ لوبډلې ټاکونکی او مشر روزونکی ټاکل شوی، د دوه وروڼو عمر اکمل او کمران اکمل لوبډلې ته د بېرته راتګ هیلې زیاتې شوې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی