سپورټ نړیوال کرکټ

کارابین لیګ ؛ قیس احمد په ښې توپ اچوني خپله لوبډله بریا ته ورسول

لیکنه : عبدالله عادل

ګیانا امازون واریرز په یوې اساني لوبي ګټلو سره تر کیټس نیویس پټریوټس لوبډلي مخکي سوه، امازون واریرز لوبډلي دا لوبه په اوو ویکټو سره وګټل .

قیس احمد د خپلي لوبډلي په ګټه درې ویکټي ترلاسه کړې چي په مټ یې مقابله لوبډله په ۱۲۱ منډو کي وسوځېدل او د امازون لوبډلي یاد هدف په ۱۵،۵ اورونو کي بشپړ کړ.

ځوان افغان توپ اچونکي قیس احمد په خپلي کامیابه ورو توپ اچوني سره د مخکښ پاکستاني لوبغاړي محمد حفیظ ،شمارح بروکس او فابین الین ویکټي ترلاسه کړې.

د قیس د لوبډلي واریرز لپاره برینډن کینګ په ۲۴ توپونو ۴۹ چټکي منډي او شعیب ملک ۲۴ منډي جوړي کړې د یادو ښو منډو او د قیس د ښې توپ اچوني په مټ امازون واریرز څلورمه پرلپسې بریا خپله کړه.

دا د ویسټ انډیز په سږني روان کربین لیګ کي د قیس احمد لومړۍ لوبه وه چي پکښي ولوبېد ، نوموړی لا هم ډېري لوبي په مخ کي لري چي پکښي ولوبېږي او خپله وړتیا ثابته کړي.

د یادوني وړ ده چي په یاد لیګ کي د ګیانا امازون واریرز لوبډله دا مهال په څلورو بریاوو سره د جدول په سر کي ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی