کاتریونا ګري؛ هغه فیلپینۍ چې د نړۍ ټولو نه ښکلې نجلۍ اعلان شوه

 
د نړۍ د ښایسته نجلۍ سیالي، چې تېره دوشنبه د ټایلینډ په پلازمېنه بانکوک کې ترسره شوه د څلورم ځل لپاره فیلپین وګټله.
د دغو سیالیو په پای کې د نړۍ د ښایسته نجلۍ تاج د کاتریونا ګري په نوم فیلپینۍ نجلۍ ته وسپارل شو.
څلورم بری
فیلپین څلورم ځل دی، چې یادې سیالۍ ګټي.
دغه هېواد په ۱۹۶۹، ۱۹۷۳ او ۲۰۱۵ کې هم د نړۍ د ښایسته نجلۍ په یادو سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی و.
کاتریونا څوک ده؟
کاتریونا گري ۲۴ کلنه او په امریکا کې د موسیقۍ له لوړو زده کړو څخه برخمنه شوې ده.
هغه له اسټرالیایي پلار او فیلپینۍ مور څخه په اسټرالیا کې زیږیدلې.
نوموړې په اسټرالیا کې لویه شوې او بیا یې مانیل ته کډه کړې.
هغه سږ کال په دې بریالۍ شوه، چې د نړۍ د ښکلې نجلۍ سیالي وګټي.
ګري د دغو سیالیو پر وخت له خپلې وروستۍ سیالې سره، چې اسپانوۍ وه سیالي وکړه.
متفاوته سیالي
سږنۍ سیالۍ په دې له مخکینیو متفاوتې وې، چې دا ځل نوماندو نجونو د جنسیتي توپيرونو د ختمولو په اړه ځینو جدي پوښتنو ته د رسنیو په مخکې ځوابونه ویل.
دغه سیالۍ د فیلپین د تلویزونونو په ګډون د نړۍ له ۹۴ تلویزوني شبکو څخه په ژوندۍ بڼه خپریدې.
د فیلپین خوشالي
د ګري تر بریالیتوب وروسته د فیلپین د ولسمشر ویاند رودریګو دوترته دا بریالیتوب د فیلپین لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وګڼله.
د فیلپیني ولسمشر ویاند وویل، چې د نړۍ د ښکلا سیالیو کې د فیلپین پرله پسې ځلیدل څرګندوي، چې دغه هېواد د نړۍ په کچه د خورا ممتازو ښکلو مرکز دی.
د ګري د سیالې په اړه
انجیلا پونسه، چې اسپانوۍ ده په دغو سیالیو کې د فیلپینۍ ګري ترټولو لویه سیاله وه.
هغه ۲۷ کلنه ده او د ایټالیې له یوه نادولتي سازمان سره دنده لري.
انجیلا د سیالیو د پایلو تر اعلان وروسته وویل، چې له بریالیتوب څخه ورته دا مهمه وه چې داسې لویو نړیوالو سیالیو ته یې لاره پیدا کړې وه.




نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق ... نور ولولئ